د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د فوټبال نړيوال جام سيالۍ؛ ايا افغانستان کې مينه‌وال لري؟


د فوټبال نړيوال جام سيالۍ
د فوټبال نړيوال جام سيالۍ

د فوټبال نړیوال جام، له شور او هیجانه ډکې لوبې، که څه هم سیالۍ په قطر کې روانې دي خو دلته کابل کې یې هم مینه‌وال کم نه‌دي.

ښايي د مینه‌والو همدا مینه وي چې په کابل کې د کابل سټار په نوم د یو هوټل مسولینو د مینه‌والو لپاره دغلته غټ سکرین لګولی او د پیسو په مقابل کې یې خلکو ته سرګرمي برابره کړې ده.

خو ښايي د فوټبال ډېر افغان مینه‌وال چې اقتصادي ستونزې ولري په یاد هوټل کې د سیالیو له لیدلو محروم وي.

"د فوټبال نړیوال جام لوبې چې په قطر کې روانې دي موږ یې هره لوبه تعقیبوو"

دوی بیا په خپلو کورونو کې په ټلوېزیونونو دا لوبې ګوري او وايي له لیدو یې خوند اخلي.

د فوټبال د نړیوال جام سیالیو يو افغان مينه‌وال امان الله ازادي راډیو ته وویل: "د فوټبال نړیوال جام لوبې چې په قطر کې روانې دي موږ یې هره لوبه تعقیبوو، که څه برښنا نه وي خو یوه چاره کوو، کله کله په ډله‌ییز ډول ملګري راټولیږو او کله کله په انفرادي ډول دا لوبې ګورو او خوند ترې اخلو."

دغه راز د فوټبال لوبې يو بل مينه‌وال مجیب الرحمان وايي: "د فوټبال د نړیوال جام لوبې هر وخت ګورو خو یوازینۍ ستونزه برښنا جوړه کړې ده چې زیات وخت پارچاو وي."

قطر کې د فوټبال لوبغالی
قطر کې د فوټبال لوبغالی

په افغانستان کې د فوټبال د نړیوالو لوبو مینه‌وال دا شکایت داسې مهال کوي، چې د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو ویلي، دا شپې، ورځې ازبکستان نه افغانستان ته راغلې وارداتي برښنا نیمايي ته راکمه شوې ده.

دوی یې لامل په هغه هېواد کې تخنیکي ستونزې په ګوته کړې دي.

د فوټبال نړیوال جام لوبې د روانې نومبر په شلمه په قطر کې پیل شوې دي.

د فوټبال افغان مینه‌وال وايي، د هغې ورځې په هیله دي چې یوه ورځ د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې په شان د فوټبال ملي لوبډله هم د لویو لوبډلو په وړاندې په نړیوالو سیالیو کې وګوري.

د فوټبال نړیوال جام لوبې د روانې نومبر په شلمه په قطر کې پیل شوې دي.

د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام په دې لوبو کې ۳۲ لوبډلو برخه اخیستې ده چې په اته ګروپونو وېشل شوي دي.

په دې نړیوال جام کې په ۲۹ ورځو کې ټولې ۶۴ سیالۍ تر سره کېږي.

د فوټبال د تنظیم نړیوالې ادارې یا فيفا د معلوماتو له‌مخې په قطر کې د فوټبال دې سیالیو ته پر چمتوالي څه باندې ۲۲۰ ميليارده ډالره لګول شوي چې دا د فوټبال په سیالیو تر اوسه تر ټولو لوړ لګښت دی.

دې سیالیو ته د نړۍ له لر او بره سلګونه زره مینه‌وال قطر ته تللي دي"

دې سیالیو ته د نړۍ له لر او بره سلګونه زره مینه‌وال قطر ته تللي دي او دا لوبې له نږدې ګوري خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان چې د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی اوسېدونکي یې نه‌شي کولای د فوټبال د سیالیو د لیدلو لپاره د قطر ویزې ترلاسه کړي.

د فوټبال نړیوال جام په هرو څلورو کلونو کې یو ځل کېږي.

په ۲۰۱۸ کال کې نړیوال جام کې یې اتلولي فرانسې ګټلې وه خو سږ کال لا معلومه نه‌ده چې دا جام به څوک یوسي.

XS
SM
MD
LG