د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

په فوټبال نړیوال جام کې د ایران ماتې او د دې سیالۍ مهم اړخونه


د انګلستان او ایران ترمنځ د فوټبال سیالیو له لوبغالي یو انځور
د انګلستان او ایران ترمنځ د فوټبال سیالیو له لوبغالي یو انځور

د فوټبال په نړیوال جام کې بېګا ایران له انګلستان شپږ پر دوه ماته وخوړه.

سربېره په دې چې په نړیوال جام کې دا د ایران تر ټولو بده پایله ګڼل کېږي دې لوبې ګڼ نور اړخونه هم پیدا کړل.

د فوټبال په نړیوال جام کې پرون یوه له ناندریو او پېښو ډکه لوبه وشوه.

د انګلستان د فوټبال د ملي ټیم غړو د ایراني مظاهره چیانو سره د خواخوږي د څرګندولو په پار د لوبې تر پیل مخکې په ځمکه یو زنګون وواهه او خپل درناوی یې وښود.

د ایران د فوټبال د ملي ټیم غړي هم د ایران د ملي سرود د غږېدو پر مهال غلي پاتې شول.

دوی دا کار سربېره په دې وکړ چې د راپورونو له مخې په تېرو څو اوونیو کې د حکومت تر سخت فشار لاندې وو.

تر لوبو مخکې یې هم له جمهور رییس ابراهیم رییسي سره کتلي وو.

په وروستیو څو اونیو کې ګڼو ایراني ورزشکارانو د ملي سرود د غږېدو پر مهال په غلي پاتې کېدو سره په یو ډول د حکومت د هغو ځپونکو اقداماتو په وړاندې خپل غبرګون ښکاره کړی چې د مظاهره چیانو په وړاندې یې ترسره کوي.

له ایران دننه او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو ایرانیان چې قطر ته تللي وو د ایران د سرود د خپرېدو پر مهال شورماشور وکړ او د نظام ضد شعارونه یې ورکړل.

د انګلستان او ایران د لوبې یو انځور
د انګلستان او ایران د لوبې یو انځور

د ایران د حکومت ځینو ملاتړو هم په لوبغالي کې حضور درلود او ناخوښي وو.

د ایران او انګلستان تر منځ لوبه د دوحې په خلیفه نړیوال سټډيوم کې وشوه.

لوبه تر هغه وروسته د ایران له لاسه ووتله چې د دوی اصلی ګول کیپر علیرضا بیرانوند له بل ایراني لوبغاړي مجیدحسیني سره ولګېد او پوزه یې ماته شوه.

دی په ناچارۍ له لوبغالي وایستل شو او ځای یې دویم ګول کیپر حسین حسیني ونیوه.

د حسیني په راتلو سره د ایران دروازه خلاصه شوه او د لوبې تر پایه یې شپږ ګولونه وخوړل.

د ایران ټیم بیا یواځې دوه ګولونه ترسره کړل.

دا په نړیوال جام کې د ایران د ملي ټيم تر ټولو بده نتیجه ده.

تر دې مخکې یې هېڅکله په نړیوال جام کې شپږ ګولونه نه دي خوړلي.

په نړیوال جام کې د ایران د ملي ټیم حضور ښايي ډېر سیاسي شي ځکه د دوی لوبې په دغه هېواد کې دننه د پراخو مظاهرو له لسمې اوونۍ سره سمون خوري.

هغه مظاهرې چې د راپورونو له مخې هره ورځ په کې د حکومتي ځواکونو له خوا له خلکو سره زورزیاتی کېږي او سلګونه کسان پکې مړه او ټپیان شوي.

XS
SM
MD
LG