د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

ټاکل شوې راتلونکې يکشنبه قطر کې د فوټبال نړيوال جام لوبې پيل شي


قطر
قطر

ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه دوحه کې د فوټبال نړیوال جام لوبې پیل شي.

لومړۍ مسابقه د کوربه، قطر او ایکوادور ترمنځ ده، دا مسابقه د کابل په وخت د شپې اته نیمې بجې شروع کېږي.

دا لوبې په اتو ګروپونو کې ویشل شوې دي، چې په هر ګروپ کې څلور ټیمونه دي.

د دې لوبو تر پیلېدو مخکې یوه وړاندوینه داسې شوې ده چې برازیل تر بل هر هېواد د دې لوبو د ګټلو چانس ډېر لري.

له نولس سوه دېرشم کال راهیسې چې د فوټبال نړیوال جام لوبې پيل شوې دي برازیل یوازینی هېواد دی چې هر ځل یې په دې جام کې برخه اخیستې ده او تر بل هر هېواد یې دا اتلولي ډېره خپله کړې ده.

د برازیل پنځه ځله دا ویاړ په برخه شوی دی چې د نړیوال جام اتل شي.

په قطر کې د نړیوال جام د ګټلو د وړاندوینې له مخې تر برازیل وروسته ارجنټاین یاد شوی دی، ارجنټاین تر اوسه دوه ځله توانېدلی دی چې دا جام خپل کړي.

د فوټبال نړيوال جام، انځور - ارشيف
د فوټبال نړيوال جام، انځور - ارشيف

په دې پیشګویي کې شپاړس هغه لوبډلې چې تر نورو د ګټلو ډېر چانس لري، څلور یې د امریکا د نیمې وچې دي، برازیل، ارجنټاین، یوروګوای او مکسیکو.

یولس اروپایي هېوادونه یاد شوې دي چې ښایي دا نړیوال جام خپل کړي، له اسیا څخه چې دا لوبې په‌کې کېږي هیڅ هېواد په دې شپاړسو کې نه‌دی یاد شوی او له افریقا څخه یوازې د سینګال نوم اخیستل شوی دی چې د ګټلو چانس لري.

له تېرو دوه نوي کلونو راهیسې چې د فوټبال نړیوال جام لوبې پیل شوې دي هر څلور کاله وروسته دا اتلولي ترسره شوې ده، یوازې د نړیوالې دوهمې جګړې پر مهال په ۱۹۴۲ او ۱۹۴۶ کې دا مسابقې ترسره نه‌شوې.

نړیوال جام ته د رسېدو لپاره ۱۷۷ ورځې سفر
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:17 0:00

وروستی نړیوال جام څلور کاله مخکې په روسیې کې وشو چې فرانسه په‌کې اتله شوه.

د فوټبال د نړیوال جام لوبې تر اوسه په اوولس هېوادو کې ترسره شوی دی، ځیني هېوادونه لکه برازیل، فرانسه، ایټالیا، جرمني او مکسیکو دوه دوه ځله د دې لوبو کوربانه پاتې شوې دي.

دا لومړی ځل دی چې دا لوبې په اسیا کې کېږي او قطر یې کوربه دی.

XS
SM
MD
LG