د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

د منځنۍ اسیا د فوټبال جام؛ افغان لوبډلې خپله درېیمه سیالي وبایلله


د افغانستان د ۱۴ کلونو د کم عمره ځوانانو فوټبال لوبډله
د افغانستان د ۱۴ کلونو د کم عمره ځوانانو فوټبال لوبډله

د افغانستان د ۱۴ کلونو د کم عمره ځوانانو فوټبال لوبډلې د منځنۍ اسیا د فوټبال جام په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه وبایلله.

له دوه پرلپسې بریاوو وروسته ماتې.

د افغانستان د فوټبال له ۱۴ کلونو کم عمره ځوانانو د منځنۍ اسیا د هېوادونو له ۱۴ کلونو د کم عمره ځوانانو د فوټبال جام په سیالیو کې له ازبکستانه یو د صفر پر وړاندې ماته وخوړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، افغانستان به وروستۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ د تاجکستان سره وکړي.

د دې فدراسیون ویاند فېروز معشوف ازادي راډيو ته وویل: "د راتلونکې جمعې په ورځ زموږ لوبډله له تاجکستان لوبډلې سره مخ کېږي. دا لوبه د کابل په وخت درې نیمې بجې پیلېږي، د دې سیالۍ ګټل موږ ته ډېر مهم دي، که ومو ګټله نو موږ اتلولي ګټو، ځکه ایران مو هم ګټلی او له تاجکستان هم لوبه ګټو، که په وروستۍ ورځ درې لوبډلې موږ، ایران او تاجکستان هر یو نهه نهه نومرې ولري نو بیا هم زموږ چانس ډېر دی، خو که د تاجکستان پر وړاندې مو لوبه وبایلله نه یوازې اتلولي نه شو ترلاسه کولای بلکې دوهم او درېیم مقام ترلاسه کول هم په شک کې دي."

د افغانستان له څوارلس کلونو د کم عمره ځوانانو لوبډلې له دې وړاندې ایران او ترکمنستان ته ماتې ورکړې ده.

افغانستان دا مهال په دې سیالیو کې د شپږو نومرو په لرلو سره له تاجکستان وروسته دوهم ځای لري.

تاجکستان هم دوه لوبې ګټلي، خو دیارلس ګلونه يې وهلي دي ځکه د نومرو په جدول کې له افغانستان مخکې دی.

افغان لوبډلې بیا په دواړو ګټلو لوبو کې یوازې دوه ګلونه وهلي دي.

د مرکزي اسیا د فوټبال د څوارلس کلنو اتلولۍ جام د تاجکستان په کوربه توب د نومبر له ۹مې پیل او تر ۱۹مې دوام کوي.

په دغو لوبو کې د افغانستان ، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوبډلو ګډون کړی.

که څه هم د ازبکستان په وړاندې د افغان لوبډلې د نن ورځې ماتې د فوټبال یو شمېر مینه والو ناهیلي کړل ،خو د افغانستان د ځوانانو د ملي لوبډلې روزونکي ظاهر حسیني له ایران سره تر لوبې ورسته خبري غونډې ته ویلي و چې افغانستان د منځنۍ اسیا ټیمونو د ځوانانو په ګروپونو کې ښه پرمختګ کړی او ښې لوبې به وکړي.

XS
SM
MD
LG