د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د افغانستان ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال لوبډلې د اسيا ملتونو جام ته لار پيدا کړه


د افغانستان ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال لوبډله
د افغانستان ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال لوبډله

د افغانستان د فوټبال په تاریخ کې لومړی ځل دی چې تر ۱۷ کلنو کم عمره لوبډله یې د اسیا د ملتونو جام ته لاره پیدا کوي.

افغانستان په ( H ) ډله کې له تاجکستان، منګولیا او شرقي تیمور سره د سیالیو په لېست کې و، خو دا چې یوه لوبډله له لوبو لاس په سر شوه، اسیایي جام ته یې د افغانستان لار پرانيسته.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، تر ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې له تاجکستان سره ډاډه لوبه وکړه.

نوموړي وويل: "د لار موندنې شرایط داسې و چې دغو سیالیو کې شرقي تیمور هم ونډه درلوده، خو هغوی له لوبو لاس په سر شول، دغه کار لږ شرایط پېچلي کړل، دا چې افغان لوبډلې منګولیا ته په لوړ امتیاز ماتې ورکړې وه او د ګولونو شمېر یې زیات و، نو زموږ چانس ورسره زیات شو."

د اسیا د ملتونو جام د لومړنیو سیالیو کوربه‌توب تاجکستان وکړ.

د راتلونکي کال په اسیایي جام کې به ۱۶ لوبډلې لوبیږي چې افغانستان هم په‌کې دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلين وایي، دغه جام ته د افغانانو لار موندنې په اوسنیو شرایطو کې افغانانو ته ډېره خوښي ورکړه.

ټاکل شوې وه چې د اسیا د ملتونو دا جام راتلونکی میلادي کال په بحرین کې ترسره شي، خو بحرین له دغه کاره لاس په سر شوی دی.

ويل شوي، د اسیا د فوټبال کنفدراسیون راتلونکو میاشتو کې دا غوراوی وکړي چې د اسیا تر ۱۷ کلنو د کم عمره لوبغاړو جام کوم هېواد کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG