د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

د آسیا د فوټبال جام سیالۍ؛ نن د افغانستان او فلیپین ټیمونه لوبه لري


ارشیف
ارشیف

د آسیايي ملتونو له شل کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال جام ته د غوراوي د لوبو په لړۍ کې نن د افغانستان او فلیپین ټیمونو سیالي سره کوي.

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویاند فیروز مشعوف د نننۍ لوبې په اړه آزادۍ راډیو ته وویل: "په ټوله کې فکر کوم یو ښه فرصت لرو. د عمان په لوبه کې له بریا وروسته زموږ د لوبډلې ښه چمتووالي اولوړې روحیې ته په پام سره که وکولای شو چې سبا فلیپین ته ماتې ورکړو، د آسیايي ملتونو له شل کلنو د کم عمره ځوانانو جام ته د غوراوي لپاره ډېر زیات چانس لرو."

افغان لوبدلې د جمعې ورځې په ماښام د کوربه هېواد عمان لوبډلې د صفر پر وړاندې په یوه ګول سره ماتې ورکړه.

افغان لوبډله په دې لړۍ کې د ټایلنډ، عمان او فلیپین له سیالو لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبې کوي.

XS
SM
MD
LG