د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

تر دوو بریاوو وروسته افغان فوټباله لوبډله سبا ازبکستان سره سیالي لري


افغان لوبډلې تېره ورځ ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې تېره ورځ ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان تر څوارلس کلنو کشره د فوټبال ملي لوبډله به په مرکزي اسیا کې سبا له ازبکستان سره لوبه وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د مرکزي اسیا د څوارلس کلنو څخه د کم عمره ټیمونو په اتلولۍ جام کې شویو لوبو ته په کتو د دې تمه زیاته شوې چې افغان لوبډله اتلولي خپله کړي.

افغانستان د مرکزي اسیا د فوټبال د څوارلس کلنو په اتلولۍ جام کې لومړی د ایران ټیم چې د اتلولۍ دعوې لري یو پر صفر وګاټه او بیا یې په دویمه لوبه کې د دوشنبې په ورځ د ترکمنستان لوبډله هم په ورته نتیجې له مخې لرې کړه.

د فوټبال فدراسیون ویاند فیروزمشعوف دوشنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل: "له نیکه مرغه شپږ امتیازونه لرو. د اتلولۍ ډېر چانس لرو. د دوشنبې لوبې موږ د اتلولۍ د مدعیانو په توګه معرفي کړو. اوس ډېر چانس لرو. که څه هم دوه لوبې پاتې دي خو ملي ټیم خپله وړتیا وښوده. چهارشنبه له ازبکستان سره مخ یو که یې وګټو نو د جمعې په ورځ د اتلولۍ په سر له کوربه تاجکستان سره مقابله کوو."

د مرکزي اسیا د فوټبال د څوارلس کلنو اتلولۍ جام د تاجکستان په کوربه توب د نومبر له ۹ پیل او تر ۱۹ دوام کوي.

افغانستان، ایران،تاجکستان،ترکمنستان او ازبکستان په کې ګډون لري.

تاجکستان په دوو لوبو کې دیارلس ګولونه وهلي او په شپږو امتیازونو لومړی ځای لري.

افغانستان هم دوه لوبې ګټلي، خو له دې چې یواځې دوه ګولونه یې وهلي دویم مقام کې ولاړ دی.

افغانستان د مرکزي اسیا د فوټبال د څوارلس کلنو په اتلولۍ جام کې لومړی د ایران ټیم چې د اتلولۍ دعوې لري یو پر صفر وګاټه او بیا یې په دویمه لوبه کې د دوشنبې په ورځ د ترکمنستان لوبډله هم په ورته نتیجې له مخې لرې کړه.
افغانستان د مرکزي اسیا د فوټبال د څوارلس کلنو په اتلولۍ جام کې لومړی د ایران ټیم چې د اتلولۍ دعوې لري یو پر صفر وګاټه او بیا یې په دویمه لوبه کې د دوشنبې په ورځ د ترکمنستان لوبډله هم په ورته نتیجې له مخې لرې کړه.

له کوربه تاجکستان سره د افغانستان د ګولونو توپیر هغه ټکی دی چې ځینې ورزشي کارپوهان یې اندېښمن کړي چې ښايي د افغان لوبډلې د اتلولۍ مخه ډب کړي.

له دې ډلې د ورزشي چارو کارپوه او لیکوال ذبیح الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل: "افغانستان باید نور ګولونه وهلي وای. خو متاسفانه چې یواځې یو ګول افغانستان ترسره کړ، خو بیا هم هیله مندي شته افغانستان د دوو نورو ټیمونو سره چې پاتې دي هغوی سره هم چې ازبکستان او تاجکستان دي ښه لوبه وکړي. که چېرته افغانستان وګټي اتلولي د افغانستان کېږي. که چېرته یوه لوبه هم وبایلو د افغانستان د اتلولۍ چانس کمېږي."

د افغانستان د څوارلس کلنو د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي ظاهرحسني بیا په یوه پیغام کې ډاډ ورکړی چې لوبډله به یې لا تر دې زیات د ښو لوبو هڅه کوي او دی پر خپلو شاګردانو ډاډمن دی.

XS
SM
MD
LG