د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د فوټبال تر ۱۴کلونو کم عمره لوبډله سبا له تاجکستان سره مخامخ کېږي


د افغانستان تر ۱۴کلونو کم عمره فوټبال لوبډله
د افغانستان تر ۱۴کلونو کم عمره فوټبال لوبډله

ټاکل شوې ده چې د فوټبال تر څوارلس کلونو لږ عمره افغان ملي ټیم سبا له تاجکستان سره مسابقه وکړي.

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړي د اتلولۍ د ترلاسه کولو چانس لري.

نوموړی وايي: "افغانستان د اوس لپاره درېيمه لوبډله ده. که چېرته دا لوبه وګټو اتلولي به زموږ شي، که مساوي شو ډېر چانس به پیدا کړو چې دوهم شو، که لوبه بایلو بیا به هم په جدول کې درېیم شو."

د افغانستان تر څوارلس کلونو د لږ عمره فوټبال ملي لوبډله د کافا یا د مرکزي اسیا د اتلولیو په ترڅ کې د ایران او ترکمنستان لوبډلو ته ماتې ورکړې دي او پرون یې له ازبکستان څخه یو صفر بایلوده.

XS
SM
MD
LG