خبرونه
د فوټبال نړيوال جام سياليو په لړ کې نن درې مسابقې کېږي

د ٢٠١٨م کال د فوټبال نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن درې مسابقې کېږي.
مصر به د يوروګواى، مراکش به د ايران او پرتګال به د هسپانيا په وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي.
د فوټبال نړيوال جام دغه مسابقې پرون پيل شوې، چې کوربه هېواد روسيې اوله مسابقه د سعودي عربستان په وړاندې وکړه.
روسيې پرونۍ مسابقه پنځه د صفر په وړاندې وګټله.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ازبکستان له افغانستان او اروپا سره سوداګریز دهلیزونه پراخوي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وایي، په افغانستان کې ثبات د منځنۍ اسیا او اروپا په ګټه دی.
میرضیایف دغه څرګندونې له یورو نیوز سره په مرکه کې چې پرون سه شنبه ( د حمل په ۱۲مه) خپره شوې، کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان په وړاندې یې د هېواد سیاست تل پر عمل او اوږدمهاله ستراتیژۍ ولاړ دی.
د ازبکستان ولسمشر زیاته کړې چې منځنۍ اسیا د نړیوال سوداګریز لېږد رالېږد په مهمې کړۍ بدلېدونکې ده او هېواد یې هڅه کوي چې له افغانستان سره ترانس افغان او اروپا سره ترانس کسپین دهلیزونه پراخ کړي.
هغه زیاته کړې چې دغه اقدام کولای شي د نړۍ کلیدي بازارونو ته د منځنۍ اسیا لاسرسی اسانه کړي.
که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو ازبکستان د سیمې له هغو هېوادونو دی چې طالبانو سره تعامل لري او د طالبانو ډيپلوماتان یې منلي دي.
پاکستان راتلونکې اونۍ د کریکټ د پنځو ښځینه لوبډلو کوربه توب کوي

پاکستان به د اپریل په نهمه د پنځو هېوادونو د ښځینه کریکټ ټیمونو د لوبو کوربه توب وکړي.
دغه لوبې چې د کوربه پاکستان او ویسټ انډیز، بنګله دیش، ایرلنډ، سکاټلنډ او تایلند ښځینه کریکټ لوبډلې په کې برخه اخلي، د ۲۰۲۵ کال د ښځو کریکټ جام ته د دوو لوبډلو د غوراوي په هدف ترسره کیږي.
د کریکټ نړیوالې شورا " آی.سي.سي" نن د اپریل په دویمه نیټه ویلي، جام ته له مخکې شپږ لوبډلې مشخصې شوي، خو دوه نورې لوبډلې به پاکستان کې له لوبو وروسته مشخصیږي.
د ښځینه و کریکټ جام ته مشخصې لوبډلې د هند، استرالیا، انګلستان، نیوزلنډ، جنوبي افریقا او سریلانکا دي.
د ښځینه و د کریکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له ۲۹مې د اکتوبر تر ۲۶مې په هند کې ترسره کیږي.
د امریکا پوځ؛ په سره سمندرګي کې الوتکې وړونکې جنګي بیړۍ ځای پرځای کوو

د امریکا پوځ وايي، د سیمه ییزو ګواښونو د مخینوي په موخه منځني ختیځ کې الوتکې وړونکې جنګي بیړۍ ځای پرځای کوي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، د امریکا پوځ دا پریکړه داسې مهال کوي چې د ایران له ملاتړه برخمنه د یمن حوثي ډله په سره سنمدرګي کې پر امریکايي بیړیو بریدونه کوي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پارنل د سه شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، د کارل وینسون الوتکې وړونکې بیړۍ به ډیر ژر په منځني خیتځ کې د هری اس ترومن له بیړۍ سره یو ځای شي.
پارنل د دې کار موخه په سیمه کې امنیت، ثبات، د تیري مخنیوی او د سوداګرۍ وده یاده کړې ده.
د بدخشان مرکز فیض اباد د ریښتر په کچه ۴اعشاریه ۶ درجې زلزلې لړزولی دی

د بدخشان مرکز فیض اباد د ریښتر په کچه ۴اعشاریه ۶ درجې زلزلې لړزولی دی.
د ولکینو دیسکوري په نوم ویب پاڼې ویلي، دا زلزله نن سهار ۳ او ۵۳ دقیقې د فیض اباد په ۶۵کیلو مټرۍ کې شوې ده.
تراوسه د زلزلې له کبله د احتمالي مالي زیانونو په اړه څه ویل شوي نه دي.
طالب سیمه ییزو چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اروپایي وګړي برتیانیا ته د تګ لپاره سر له ننه بریښنايي اجازې ته اړتیا لري

بریټانیا ته ټول ورتلونکې اروپايی وګړي باید سر له نن چهارشنبې د (اپریل۲مه) دې هېواد ته د سفر پرمهال برېښنايي اجازه وپیري.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دا پالیسي د بریټانیا حکومت له خوا د هغوو اقداماتو یوه برخه ده چې غواړي د خپلو پولو دننه د خلکو له داخلیدو مخکې د نورو هېوادونو په څیر د کډوالۍ پر ضد امنیتي تدابیر پیاوړي کړي.
د سفر دا برېښنايي اجازه یا (ETA) درلودل د ټولو هغو کسانو له لپاره لازمي ده چې بریټانیا ته د تګ لپاره ویزې ته اړتیا نه لري.
د دغې بريښنايي اجازې بیه لس پونډه چې ۱۲ یورو کیږي ده، او د اپریل له ۹مې وراخو به يې بیه ۱۶ پونډه ته پورته شي.
د ایرلنډ وګړي له دې امره مستثنی دي.
دا پالیسي د لومړی ځل لپاره تیرکال د غیراروپايي مسافرو لکه د امریکا، کاناډا او اسټرالیايي وګړو لپاره پلي شوې وه.
د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې ۲۲ نیم میلیونه اروپايي سیلانیان بریتانیا ته تللي وو، پداسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۱۹ میلیونه و.
یونیسف؛ په غزه کې د اسراییلو د هوايي بریدونه له کبله ۳۲۰ ماشومان وژل شوي او ۶۰۰ نور ټپیان دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي، په تیرو لسو ورځو کې د اسراییلو د هوايي بریدونو له کبله په غزه کې ۳۲۰ ماشومان وژل شوي او له ۶۰۰ ډیر نور ټپیان دي.
د یونیسف په هغه بیان کې چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ خپور شوی راغلي، په وژل شویو او ټپیان کې هغه ماشومان هم شامل دي چې د مارچ په ۲۳مه د الناصر په نوم روغتون کې د برید پرمهال وژل شوي وو.
د یونیسف په ټکو، ډیر شمیر وژل شويو ماشومانو د بې ځایه شویو په کمپونو، خیمو او یا هم د کورونو په کنډوالو کې پناه اخیستې وه.
اسراییلو له حماس وسله والې ډلې سره له نژدې دوه میاشتې اوربند وروسته د مارچ میاشتې په ۱۸ پر غزې یو ځل بیا هوايي بریدونه پیل کړل او ورپسې خپل عملیات ځمکنیو بریدونه ته هم وغځول.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس ترهګره ډله ګني.
امریکا پر هغوو شبکو او افرادو بندیزونه لګولي چې ایران ته يې د بې پیلوټه الوتکو پرزې برابرولې

د امریکا د خزاني او عدلیې وزارتونونو د ایران پر قدس هوايي ځواک د بې پیلوټه الوتکو د پرزو د خرڅون له کبله پر یوې شبکې چې له شپږو بنسټونو جوړه وه، او دوو نورو کسانو بندیزونه لګولي دي.
دې وزارتونو د بندیزونو اعلان پرون سه شنبې د اپریل په لومړی نیټه کړی دی.
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې، دې شبکې په ایران کې د "هسا" او "شهید باقري" په نوم هوايي شرکتونو ته د تجهیزاتو په برابرولو کې مرسته کوله.
دغه شبکه چې شپږ بنسټونه په کې شامل دي په ایران، متحده عربي امارت او چین کې فعاله ده.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، د ایران د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو پراخېدل نه یوازې امریکايي ملکي او پوځي وګړو، بلکې د امریکا شریکان او متحدانو ته ګواښ پېښوي.
د هغه په ټکو، دا تجهیزات ډیر وخت د بې ثباته کوونکو ډلو په ځانګړې ډول د ترهګرو او نیابتي ځواکونو لاس ته ورځي.
د امریکا د ملي امنیت په اړه د "ولسمشرۍ ماڼۍ د دویم نمبر یاد داشت" له مخې چې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ میاشت کې صادر شو پر ایران د اعظمي فشار سیاست لا هم دوام لري.
د دغه یادداشت له صادرېدو راهیسې دا د ایران د وسلوالو شبکو پر ضد دوهم پړاو بندیزونه بلل کېږي.
د لیتوانیا په خیتځ کې د امریکايي سرتیري مړی موندل شوی دی

د امریکا پوځ وايي، د څلورم امریکايي سرتېري مړی يې د لیتوانیا په ختیځ کې موندلی دی.
په هغه بیان کې چې پرون سه شنبې د (اپریل په اوله) د پوځ له خوا خپور شوی راغلي، د دې امریکايي سرتیري مړی د لتیوانیا خیتځ پابراده ښار ته څیرمه موندلی شوی دی.
د دغې امریکايي سرتیري د مړي د پلټنې عملیاتو د نړیوالې همکارۍ او پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته څو ورځو دوام وکړ.
د پلټنې عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د مارچ په ۲۵مه یو امریکايي پوځي موټر چې څلور امریکايي سرتیري په کې سپاره وول، په یوه ډنډ کې ډوب شو.
د درییو نورو امریکايي سرتیرو مړي او موټر د مارچ په ۳۱مه له ډنډه رایستل شوي وو.
تراوسه د مړه شویو پوځیانو هویت په ډاګه شوی نه دی او د پېښې په اړه څیړنې رواني دي.
امریکا وایي، د جنایتکارانو یوه بده ډله یې له خپل هیواده ایستلې

د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې اوولس بد جنایتکاران یې چې د ( ترین د اراګوا) او ( ایم ایس دیارلس) ډلو غړي وو، السلوادور ته استولی دي.
د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې واشنګتن په داسې حال کې د نورو هیوادو د خلکو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی چې د دې بهیر د شفافیت او بشري حقونو په برخ کې سوالونه او انتقادونه مطرح شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې السلوادور ته یې د جنایتکارانو ډله د یکشنبې په ورځ ولیږله.
په دې بیان کې راغلې دي چې په دې کسانو کې قاتلان او جنسي تیري کوونکي شامل دي، خو د هغوی د هیوادونو په اړه جزییات نه دې ورکړل شوي.
په دې ترڅ کې د السلوادور د ولسمشر دفتر ویلي دي چې په دوی کې د السلوادور او ونزویلا اتباع دي.
تیره میلادي میاشت هم له امریکا څخه تر دوه سوه ډیر ونزویلایي کډوالو السلوادور ته ولیږدول شول.
د سویس د پراختیا او همکارۍ اداره په کابل کې پرانیستل شوه

د سویس د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هیواد د پراختیا او همکارۍ ادارې دفتر په کابل کې بیا پرانیستل شو.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې چې دوشنبې( مارچ ۳۱) یې خپره کړه ویلي دي چې په دې دفتر کې د مارچ په لومړۍ نیمایي کې کار پيل شوی دی.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې اوسمهال د دغه هیواد د مرستو د څانګې څلور سویسي متخصصین او لس سیمه ییز کارمندان په دې دفتر کې په کار بوخت دي.
د سویس د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلې دي چې په افغانستان کې بشري بحران د نړۍ په کچه یو له بدو بحرانونو څخه دی او د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته په نژدې څلورو کلونو کې د افغانستان له نیمایي نفوس څخه ډیر بشري مرستو ته متحاجه دي.