د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

فوټبال؛ ریال ماډریډ د کلبونو نړیوال جام وګاټه


دا پنځم ځل و چې ریال ماډریډ د کلبونو نړیوال جام ګټي.
دا پنځم ځل و چې ریال ماډریډ د کلبونو نړیوال جام ګټي.

ریال ماډریډ د هسپانیې د فوټبال مخکښ کلب په پایلوبه کې د سعودي عربستان الهلال کلب ته ۵ د درې پر وړاندې ماتې ورکړه او د پنځم ځل لپاره یې د کلبونو نړیوال جام وګاټه.

د ریال ماډریډ لپاره وېنسیویس جونیر او فیډریکو ولوېردي دوه دوه او کریم بینزېما یو ګول وواهه.

د الهلال په لوبغاړو کې لوټیانو ویتو هم دوه ګولونه ووهل او موسی ماریګا بیا د یو ګول په وهلو بریالی شو.

دغه سیالي تېره شپه د کابل پر وخت ۱۱:۳۰ بجې د فبرورې ۱۱مه د مراکش د ملا عبدالله په لوبغالي کې ترسره شوه.

دا پنځم ځل و چې ریال ماډریډ د کلبونو نړیوال جام ګټي.

د هسپانیې د فوټبال بل کلب بارسولونا بیا درې ځل د دې جام اتلولي ګټلې ده.

د ویلو ده چې د فیفا کلبونو نړیوال جام سیالۍ هر کال ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG