د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

فوټبال؛ رونالډو نړۍ کې د ۱۱۱ ملي ګولونو نوی ریکارډ جوړ کړ


کریسټیانو رونالډو
کریسټیانو رونالډو

کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې د ۱۱۱ ملي ګولونو نوی ریکارډ جوړ کړی.

رونالډو بېګا د ایرلنډ پر وړاندې لوبه کې دوه ګولونه ترسره کړل او په دې ترتیب یې د ایراني لوبغاړي علي دایي د ۱۰۹ ملي ګولونو ریکارډ نه یوازې مات نه کړ بلکې نورو ته یې نوی ریکارډ پرېښود.

د نړۍ د فوټبال دغه وتلي ستوري تر لوبې وروسته په خپله مشهوره انسټاګرام پاڼه کې یو اوږد پیغام ولیکه او ویې ویل چې "د ټولو هغو ریکارډونو په ډله کې چې مات کړي مې دي دا یو ډېر خاص دی."

رونالډ د ایران د فوټبال د ملي ټيم د وتلي ستوري علي دایي ستاینه هم کړې چې کلونه یې د نړۍ په کچه د ۱۰۹ ملي ګولونو ریکارډ اېښی او ده تل هڅه کوله چې ور ورسیږي.

کریسټیانو رونالډو د پرتګال د ملي ټیم کپټان دی او تر څنګ یې تازه له یوونتوس ایټاليايي لوبډلې نه د انګلستان مانچسټر یونایټېډ لوبډلې ته ورغلی دی.

XS
SM
MD
LG