د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

بې پېلوټه الوتکو د ایران یوه دفاعي فابریکه ویشتلې


د ایران پرېس دولتي تلوېزیون چې په انګرېزۍ ژبه خپرونې کوي، د موبایل له خوا اخیستل شوې ویډیو خپره کړې، چې ظاهراً د بې پېلوټه الوتکې د حملې شېبه ښيي.
د ایران پرېس دولتي تلوېزیون چې په انګرېزۍ ژبه خپرونې کوي، د موبایل له خوا اخیستل شوې ویډیو خپره کړې، چې ظاهراً د بې پېلوټه الوتکې د حملې شېبه ښيي.

ایراني چارواکو نن سهار ویلي، څو بمب لېږدوونکو بې پېلوټه الوتکو تېره شپه په اصفهان کې د ایران یوه دفاعي فابریکه ویشتلې ده او څه ناڅه یې زیانمنه کړې ده.

د ایران دفاع وزارت نه دي ویلي چې په اصفهان کې پر دفاعي فابریکه د تېرې شپې د بې پېلوټه الوتکو په حمله کې د چا پر لاس لرلو شک لري، خو وايي دا د بې پېلوټه الوتکو ناکامه حمله وه، چې مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

تر دې مخکې په ایران کې ځینې اهداف د هغو بې پېلوټه الوتکو له خوا ویشتل شوي چې شک کېږي د اسراییل به وي.

ایراني چارواکو نن سهار وختي ویلي د تېرې شپې په حمله کې د فابریکې ځینې برخې زیانمنې شوې دي.

دا حمله داسې وخت شوې چې پرون شنبه د ایران په اذربایجان غربي ولایت کې د تېلو په یوه چاڼځای کې اورلګېد.

په دې اورلګېدنه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

په همدې اذربایجان غربي ولایت کې پرون شنبه ناوخته یوې زلزلې لږ تر لږه درې کسان مړه تر ۸۰۰ زیات کسان ژوبل او ځینې کورونه زیانمن کړل.

په مرکزي ښار اصفهان کې دغه حمله تېره شپه پر ځايي وخت یوولس نیمې شوې، خو په دې اړه نور جزییات ګونګ دي.

د ایران دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی پر دفاعي فابریکه درې بې پېلوټه الوتکې توغول شوي چې دوې الوتکې په بریا سره ویشتل شوي.

ظاهراً درېیمه الوتکه توانېدلې د فابریکې پر ودانۍ حمله وکړي چې د وزارت په وینا د ودانۍ بام ته یې څه ناڅه زیانونه اړولي، خو د مرګ ژوبلې سبب شوې نه ده.

د ایران پرېس دولتي تلوېزیون چې په انګرېزۍ ژبه خپرونې کوي، د موبایل له خوا اخیستل شوې ویډیو خپره کړې، چې ظاهراً د بې پېلوټه الوتکې د حملې شېبه ښيي.

د ایران دفاعي او اټومي ساحې تر ډېره د تجارتي او د استوګنې د املاکو په منځ کې دي، ځکه د ایران ښارونه شاوخوا سیمو ته په پراخېدو دي.

ځینې ځایونه تر ډېره مبهم وي او نه معلومېږي چې څه تولیدوي، پر دغو ودانیو یوازې د ایران د دفاع وزارت هم د سپاه پاسداران انقلاب لوګو لګېدلې وي.

د ایران دفاع وزارت دغسې ساحو ته د «ورکشاپونو» خطاب کوي، خو دا نه وايي چې دغه ورکشاپونه څه تولیدوي.

په ایران کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې د جمعې پر سهار په تهران کې د ګاونډي هېواد اذربایجان پر سفارت یوه وسلوال حمله وکړه، د سفارت امنیتي مسوول یې وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

اذربایجان ویلي چې نن یکشنبه به له ایرانه د خپل سفارت کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي وباسي.

بلخوا په سپټمبر میاشت کې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته په دغه هېواد کې اعتراضونه روان دي.

دغه ښځه په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه او د هغې ملاتړ کوونکي وايي مهسا د پولیسو د شکنجې په نتیجه کې ساه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG