د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

د طالبانو حکومت: تر راتلونکې يوې مياشتې به د هرات او ايران ترمنځ د اورګاډي پټلۍ فعاليت پيل کړي


د هرات - خواف ريل پټلۍ، ارشيف
د هرات - خواف ريل پټلۍ، ارشيف

د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې د اورګاډي اداره وايي، د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال له را رسېدو مخکې به د اورګاډي په وسیله د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ اړیکې پیل شي.

د دې ادارې ویاند سمیع الله دراني بیګا ازادي راډیو ته وویل، د ایران یو پلاوي هرات ولایت ته تر سفر وروسته دوی ته ډاډ ورکړی چې د هرات او خواف ترمنځ د اورګاډي کرښه به ډېر ژر پرانیستل شي.

نوموړي وويل: "ایراني پلاوي ژمنه وکړه چې د راتلونکي کال له وري میاشتې مخکې به له دې لارې لومړنی سوداګریز اورګاډی افغانستان ته راشي. کله چې دا اورګاډی راورسېږي، په دې معنا ده چې موږ د ایران له اسلامي جمهوریت سره مستقیماد رېل ګاډي له لارې انتقالات لرو. هیله من یو چې دا کار به تر وري میاشتې پورې ترسره شي."

ارشيف
ارشيف

ښاغلي دراني زیاته کړه چې ایراني لوري د هرات خواف د اورګاډي اړوند د غوریان سټېشن ودانۍ او تجهیزات دوه ورځې مخکې د افغانستان لوري ته سپارلی دی.

هغه دا یادونه هم وکړه چې د دې پروژې له فعالېدو سره به شاوخوا پنځه زره افغانانو ته د کار امکان برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بهرنیو مرستو او پانګونو او د ډېری رغنیزو پروژو د فعالیت د بندېدو یا کمېدو له کبله د افغانستان کې اقتصادي وضعیت په خرابېدو دی. همداراز د هېواد ډېری مسلکي او تخنیکي کادرونه بهر ته تللي او په افغانستان کې د هغوی تشه په واضح ډول لیدل کېږي.

همدا راز په افغانستان کې د لویو رغنیزو پروژو امنیت یوه لویه ننګونه ده. که څه هم طالبان په ټول افغانستان کې د پوره امنیت ډاډ ورکوي خو په عین حال دوی دا مني چې په افغانستان کې بهرنۍ تروریستي ډلې فعالې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي وویل، په دې وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله‌وال له یوشمېر هېوادونو څخه افغانستان ته راغلي دي خو ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې دا ډله د افغانستان لپاره ګواښ نه‌، بلکې یوازې یوه ستونزه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG