د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

سوداګرۍ خونه: د افغانستان او ازبکستان د ريل کرښې له تړل کېدو وروسته سوداګر زيانمن شوي


د افغانستان سوداګرۍ خونه
د افغانستان سوداګرۍ خونه

د افغانستان او ازبکستان د ریل کرښې له تړل کېدو وروسته، یو شمېر افغانان شکایت کوي چې په بازارونو کې د خوراکي او ځینو نورو توکو بیې لوړې شوې دي.

د کابل اوسېدونکی کمال چې د کورنۍ سرپرستي ور غاړې ده ازادي راډیو ته وویل، نه‌شي کولای اوسني وخت او د توکو په دې لوړو بیو کې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

بې‌روزګاري ډېره شوې ده. د خلکو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي. "

نوموړي وويل: "د خوراکي توکو لکه غوړو، وریجو او که لنډه یې ووایم د ټولو هغو شیانو چې له نورو هېوادونو راځي، بیې پورته شوي. بې‌روزګاري ډېره شوې ده. د خلکو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي. "

د پلازمېنې کابل دغه اوسېدونکی داسې مهال د خوراکي او نورو توکو د بیو له پورته کېدو سر ټکوي چې د ازبکستان د ریل کرښې ادارې تېره اوونۍ وویل، افغانستان لوري د تخنیکي وړتیاو د نشتوالي له امله چارې دروي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی هم وايي، د دې وضعیت دوام به سوداګرو ته نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

خو ښاغلی الکوزی د دې ستونزې د حل په اړه د هڅو له پیل هم خبر ورکوي.

نوموړی وايي: "اټکل‌ نه‌شي کېدای چې څومره زیان اړوي، خو همدې یوه اوونۍ کې چې دا رېل کرښه بنده شوې، حقیقت خبره دا ده چې په بازار کې د توکو بیې یو څه پورته تللي او بل لورته د توکو د ځنډ له امله چې کوم تاوان سوداګر ته اوړي، له زغم پورته دی. موږ هڅه کوو چې دا لار پرانستل شي. نن یې ژمنه کړې وه چې یو پلاوی ترمز ته ځي او له هغوی سره به نوی قراداد وکړي."

د الکوزي په خبره، هره ورځ زرګونه ټنه خوراکي او نور توکي د حیرتانو بندر له لارې افغانستان ته واردېږي.

د طالبانو د رېل پټلۍ ادارې هم وړاندې ویلي و، راتلونکې اوونۍ یې یو پلاوی ازبکستان ته ځي، چې رامنځته شوې ستونزه حل کړي.

له دې وړاندې هم ډېر ځله له هغو هېوادونو سره چې افغانستان ترې واردات کوي، د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوې وې.

یو شمېر افغانان له طالبانو غواړي چې له ګاونډیو سره خپلې اړیکې وساتي، چې خلکو ته لا ډېرې اقتصادي ستونزې پیدا نه‌شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG