د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د افغانستان له کانونو سره د ګاونډیو هېوادونو لېوالتیا زیاته شوې


ارشیف: د افغانستان د کانونو یو انځور
ارشیف: د افغانستان د کانونو یو انځور

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د سیمې هېوادونه یوازې د خپلو ګټو لپاره د افغانستان پر کانونو له پانګونې سره لېوالتیا لري.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت اساسي قانون او د کانونو په اړه کومه مشخصه لایحه نه لري، د افغانستان له کانونو سره د ګاونډیو هېوادونو لېوالتیا زیاته شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تر پاکستان او ایران وروسته په وروستیو کې د چین لېوالتیا هم زیاته شوې، خو دا کار د افغانستان په ګټه نه دی.

د دې خونې د مدیره هیئت غړي اذرخش حافظي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا چې د افغانستان پر کانونو د پانګونې شرایط ګونګ دي او د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، دا د اندېښنې وړ موضوع ده.

اذرخش حافظي
اذرخش حافظي

هغه وايي: "د افغانستان د کمزوري موقف له مخې هر قرارداد چې کېږي او مقابل لوری په کې پر دې کمزورۍ په پوهېدو سره خپلې امتیاز غوښتنې مطرح کوي او خپلې ګټې زیاتې برسېره کوي، نو په دې خاطر لومړی باید خپل سیاسي مشکل حل کړو، یو مشروع او مقتدر سیاسي ادرس پیدا کړو. کانونه خو باارزښته شیان دي."

ځینې متخصصان په دې باور دي چې د افغانستان له کانونو ګټه اخیستنه دومره د افغانستان په ګټه نه تمامېږي، ځکه د طالبانو حکومت نه اساسي قانون نه لري او نه هم د کانونو په باب کومه لایحه.

د تېر جمهوري نظام د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند قدیر مطفي وايي، د سیمې هېوادونه هڅه کوي د افغانستان خام مواد په لږه بیه ترلاسه کړي.

مطفي وویل: "هغه تعهدات چې په بین الحکومتي قراردادونو کې کېږي، هلته باید د ارزونې یو میکانیزم وي، چې معلومه شي کوم تعهدات ورکړل شوي، په کومه کچه پوره شوي او په کومه کچه نه دي شوي. دا مهال مو اکثر منابع د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته انتقالېږي چې دا زموږ پر اقتصاد منفي تاثیر لري او اصلي ګټه هغه هېوادونه ترلاسه کوي، چې دغه منابع له موږ د خامو موادو په توګه ترلاسه کوي. بیا یې تر پروسس کولو وروسته د صادراتو قلم په توګه نورو هېوادونو ته صادروي."

تېره سې شنبه د افغانستان لپاره د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د طالبانو د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره په خبرو کې وویل چې ایران د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېواله دی.

په همدې حال کې له افغانستانه بل ګاونډي هېواد پاکستان ته په بې‌درېغه توګه د ډبرو د سکرو پر لېږد هم انتقادونه شوي دي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په لړم/عقرب میاشت کې راپور ورکړی و چې د افغانستان پرېمانه طبیعي زېرمو د چین، روسیې او ایران په څېر بهرني قدرتونه له دغو طبیعي زېرمو ګټې اخیستنې ته هڅولي دي.

د سروې له مخې د افغانستان د طبیعي زېرمو اندازه له یوه تریلون تر درې تریلون ډالرو یعنې درې زره میلیارد ډالرو پورې اټکل شوې ده او کولای شي، د نړۍ دغه تر ټولو بېوزلی هېواد پر یوه شتمن هېواد بدل کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG