د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

ځينې متخصصين: ګاونډيو هېوادونو سره د کانونو په اړه موافقې د افغانستان په ګټه نه‌دي


سرپل ولايت کې د نفتو د استخراج ساحه
سرپل ولايت کې د نفتو د استخراج ساحه

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د طالبانو د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره د افغانستان پر کانونو له پانګونې سره د ایران د لېوالتیا خبره کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لوریو پرون سې‌شنبه په کابل کې د کتنې پر مهال پر دې موضوع بحث کړی دی.

په خبرپاڼه کې نه‌دي ویل شوي، چې په دې اړه کومه مشخصه پرېکړه هم شوې ده که نه، خو ویل شوي، چې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتېدو ټینګار وکړ.

"عموماً د کانونو په اړه قراردادونه په ستره کچه د حکومتونو ترمنځ کېږي.

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، قدیر مطفي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د کانونو په برخه کې په موافقو او بحثونو کې شفافیت نه‌شته.

نوموړي وويل: "عموماً د کانونو په اړه قراردادونه په ستره کچه د حکومتونو ترمنځ کېږي. دغه ډول قراردادونه تر ۳۰ کاله زیات وخت غواړي چې په هغه کې دقت وشي، په داسې حال کې چې له یوه سیاسي مشکل سره مخامخ یو، دغسې پرېکړې کولی شي پر راتلونکي منفي تاثیر وکړي، زما په نظر تر ټولو مهمه مسئله د یوه منظم سیاسي سیسټم ده، چې په هغه کې خپل تعریف شوی اقتصاد ولرو او د خپل ملي ګټو پر اساس په کې د نړۍ له هېوادونو سره تعامل وکړو او توازن په کې وساتو."

ایران روانه میاشت ویلي وو، چې غواړي په افغانستان کې یو ګډ سوداګریز مرکز پرانیزي چې هم د افغانستان او هم د ایران د سوداګرو په ګټه وي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په خپله پرونۍ خبرپاڼه کې ویلي چې، په پرونۍ کتنه کې پر دې خبرې وشوې، چې دغه ګډ سوداګریز مرکز دې د دواړو هېوادونو د پولې په ۲۰ کیلومترۍ کې وي. دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې له افغانستان نورو هېوادونو ته د پانګې د لېږدولو خبرونه ورکول شوي دي.

په لیندۍ/ قوس میاشت کې راپور ورکړل شوی و، چې یوازې د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان ۱۶۰۰ شرکتونو کاري جوازونه ترلاسه کړي او د دوی د شتمنیو اندازه یو ملیارد ډالرو ته رسېږي.

په همدې حال کې له افغانستانه بل ګاونډي هېواد پاکستان ته په بې‌درېغه توګه د ډبرو د سکرو پر لېږد هم انتقادونه شوي دي.

د ډبرو سکاره
د ډبرو سکاره

د پاکستان لومړي وزیر شبهاز شریف څو میاشتې وړاندې د کابینې په یوه غونډه کې ویلي وو چې دوی به له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو له درکه هر کال ۲،۲ میلیارده ډالره وسپموي.

انتقادونه شوي، چې د افغانستان کانونه په غیرمسلکي ډول کیندل کېږي، نه یې د عوایدو په اړه شفافیت شته هم نه یې هم د کار و بار په برخه کې.

په همدې حال کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلکو شکایت کړی، چې د افغانستان خپل سکاره نورو هېوادونو ته روان دي، خو په افغانستان کې دننه د ډبرو سکرو او نورو سون توکو بیې لوړې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG