د برښنا په برخه کې د کاسا زر، د سوداګرۍ او ټرانزیت اړوند د چابهار او لاجوردو لارې، د کانونو او پټرولیم په برخه کې ټاپي، د مس عینک او د امو سیند د نفتو او ګازو دا ټول هغه مهمې سیمهییزې اقتصادي پروژې دي چې د افغان چارواکو په خبره، پرمختګونه پهکې شوي دي.
افغان چارواکي وايي، د کاسا زر، د چابهار او لاجوردو د سوداګریزې او ټرانزیتي لارو فعالول، د ګازو ټاپي، د امو سیند د نفتو، ګازو او د مس عینک د سیمهییزو لویو اقتصادي پروژو پلي کول د دوی په لومړیتوبونو کې دي.
دغه سترې سیمهییزې پروژې د افغان حکومت بېلابېلو وزارتونو پورې اړه لري.
د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وايي، د لاجوردو تاریخي لار چې تړونيې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان، اذربایجان او ترکیې ترمنځ لاسلیک شوی و، د روان لمریز کال د قوس په میاشت کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او پهکې د ښکېلو هېوادونو د چارواکو لهخوا په رسمي توګه پرانیستل شوه.
د دغه وزارت ویاند حکمتالله قوانج د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۳» ازادي رادیو ته وویل:
"زموږ ۹ لاریو د تېر د کارنټ د سیستم له لارې ترکیې ته حرکت وکړ او څو ورځې وروسته به په وارداتي موادو بار، له همدې لارې هېواد ته راستنې شي. همدا شان په راتلونکو دوو اوونیو کې به ۱۰ افغاني لارۍ په افغاني پلېټ د هرات د تور غونډۍ له بندره ترکیې ته حرکت وکړي. له همدې سره د لاجوردو لار په بشپړه توګه خلاصه شوه."
د ښاغلي قوانج په خبره د لاجوردو لار د هرات له ولایته پیلېږي، د ترکمنستان، اذربایجان او ګورجستان له خاورې وځي او بالاخره ترکیې ته رسېږي.
د ده په خبره افغانستان کولای شي خپل صادراتي توکي په اسانۍ سره اروپايي مارکېټونو ته ورسوي.
چابهار د افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ بله ستره سیمهییزه اقتصادي پروژه ده چې چارې یې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د درې واړو هېوادونو لهخوا پیل شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د دغه بندر ساختماني او زېربنايي چارې د هندوستان لهخوا په چټکۍ سره پر مخ روانې دي چې د هند په ګډون به د جنوبي اسیا هېوادونه، د افغانستان له لارې، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ونښلوي.
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي رادیو ته وویل، د دغه بندر له فعالېدو سره به د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیتي اړیکو له امله، افغانستان هر کال د سلګونه میلیونو ډالرو عواید ترلاسه کړي.
ټاپي پروژه چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز، پاکستان او هندوستان ته لېږدوي، د تېر میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې په هرات کې د درې واړو هېوادونو د مشرانو لهخوا پرانیستل شوه او دا د افغانستان بله ستره سیمهییزه اقتصادي پروژه ده.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغې پژورې پایپ لاین له ترکمنستانه تر هندوستانه پورې څه کم ۲۰۰۰ کېلو متره اوږدوالی لري چې ۸۰۰ کېلو مترهیې د افغانستان له خاورې تېرېږی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دغه پایپلاین په کال کې د ۳۳ میلیارده مکعبو ګازو د لېږد ظرفیت لري او افغانستان به ترې هر کال څه کم ۴۰۰ میلیونه ډالره حقالعبور ترلاسه کړي.
دغه وزارت دا هم وايي، د ټاپي په پروژه کې به د افغانستان شااوخوا ۱۲۰۰۰ کسانو ته د کار زمیني برابرې شي.
ټاکل شوې وه دغه پروژه په درې کلونو کې پلې شي.
خو دا چې کارونهیې د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو تر کومه پر مخ تللي؟
د کانونو او پټرولیم د وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي یې په اړه وايي:
"په تخنیکي او حقوقي برخو کې یې پرمختګونه شوي او موږ د پروژې د ساخت او ساز لپاره ورنږدې کوي. په ۵ ولایتونو او ۲۲ ولسوالیو کې یې کار روان دی او تطبیقاتي پلان پهکې تطبیقېږي. موږ په خپل هېواد کې د دغې پروژې عملي کولو ته ژمن یو چې د بینالحکومتي ژمنو پر اساسیې عملي کړو."
ښاغلي مطفي د مس عینک د کان پروژه هم ستره سیمهییزه اقتصادي پروژه بولي چې تړونيې له یوې چینايي کمپنۍ سره شوې، خو کېندنهیې د دوو دلیلونو له امله بنده شوې ده.
د ده په خبره یو دا چې په تړون کې باید یو لړ حقوقي بدلونه راشي او بل دا چې د دغه کان په ساحه کې لرغوني اثار موندل شوي دي.
ده وویل، په دواړو ستونزو خبرې روانې دي او حللارې به ورته وموندل شي.
ښاغلي مطفي د امو سیند د حوزې د نفت او ګازو استخراج هم مهمه اقتصادي پروژه وګڼله ویېویل، له تاجکستان سرهیې یو لړ تړونونه شوي او کارونه پر مخ روان دي.
د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د برښنا رسولو په هدف مهمه برښنايي پروژه ګڼي.
د دغې پروژې تړون، څو کاله مخکې د قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان لوړپوړو چارواکو لاسلیک کړی چې د قرغزستان برښنا به د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي.
د افغانستان د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې د دغې پروژې ټول لګښت څه باندې یو میلیارد ډالره تخمین شوی چې د افغانستان په خاوره کې یې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو د لګښت ژمنه نړیوال بانک کړې ده.
له قرعزستانه پاکستان ته د کاسا ۱۰۰۰ برښنایي پروژې لاینونه د افغانستان له اووه ولایتونو نه تر تورخم بندر پورې تېرېږي.
د دغې پروژې کارونه د مختلفو لاملونو له امله څو کاله ځنډېدلي و، خو د افغانستان په خاوره کې یې د چارو تړون تېر کال له دوو هندي کمپنیو سره لاسلیک شو.
دا چې د یادې پروژې په کارونو کې څومره پرمختګ شوی؟
د افغانستان د برښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د پروژې کار په درې برخو کې وېشل شوی، د دوو برخو تړونیې لاسلیک شوی، تخنیکي سروې یې روانې دي. بله برخهيې د خلکو پر کورونو او کلیو د پایو کېنول دي چې سروې يې روانه ده، څو استملاک ته امکانات برابر شي. وروستۍ برخهیې د ننګرهار برخه ده چې دغه لاین د پادپښ له لارې تېر شي او که د عمومي سړک له لارې. پهدې هم خبرې روانې دي."
د اقتصادي چارو پوهان یادې پروژې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهمې ګڼي وايي، که په بریالیتوب سره پلې شي په هېواد کې به تر ډېره حده د بېکارۍ ستونزه کمه کړي.
د دغه کارپوهانو له ډلې سید قیاس سعیدي د هېواد روانو ناامنیو او د ځینو ګاونډیو هېوادونو مداخلو ته په کتو ازادي راډیو ته وویل، له دغو پروژو ناهیلې نهدي، خو ناامني بهیې پلي کېدل ټکني کړي.
راپور : خان محمد سیند