د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د امو سیند ځنګلونو کې مېشت خلک: تېر حکومت موږ ته هېڅ نه دي کړي


د امو سیند په ځنګلونو کې میشت خلک
د امو سیند په ځنګلونو کې میشت خلک

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې هغه شمېر خلک چې د امو سیند په ځنګلونو کې میشت دي او شااوخوا د یاد سېند اوبو کلا بند کړي دي انتقاد کوي چې تېرو شلو کلونو کې د پخواني حکومت چارواکو د دوی لپاره هېڅ کار نه دی کړی.

د امام صاحب ولسوالۍ د ځنګله د سیمې یو اوسېدونکی پنځوس کلن نواب خان ازادي راډيو ته وویل: "په دې منطقه کې زموږ ماشومان بې سرنوشته ژوند کوي. موږ له حکومته غواړو چې زموږ لپاره دلته کلنیک او ښوونځي جوړ کړي، ځکه د ښوونځي او کلنیک نشتوالي ډېر لوی مشکل دی او بل دا چې د اوړي په موسم کې د امو سېند د اوبو زیاتوالي له امله یوه کیمه په درې ساعتو کې دې غاړې ته نه شي راپورې وتلی."

د دوی د خبرو له مخې چې دوی لا هم د ښوونې او روزنې، روغتیا، برېښنا، کرنې، اوبو لګونې او په داسې نورو برخو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

ددې ولسوالۍ بل اوسیدونکی ۶۰ کلن عالم ګل وايي، په دې سیمې کې کابو څلور سوه کورنۍ اوسېږي، خو د ښوونځي نشتوالي دوی د خپلو ماشومان د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.

علم ګل وایي: "موږ کلینیک او مکتب ته اړتیا لرو څو زموږ ماشومان درس ووايي. مخکې مو دولت ته وړاندیزونه کړي وو، خو چا پام ونه کړه. موږ له طالبانو غواړو چې زموږ لپاره کلینیک او ښوونځي جوړ کړي. بل خوا سیند هم زموږ ځمکې او باغونه یې وړي دي، ځکه د سیند د غاړو تحکیمات نه دي شوي."

د دوی د خبرو له مخې، چې دوی لاهم د ښوونې او روزنې، روغتیا، برښنا، کرنې، اوبولګونې او په داسې نورو برخو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
د دوی د خبرو له مخې، چې دوی لاهم د ښوونې او روزنې، روغتیا، برښنا، کرنې، اوبولګونې او په داسې نورو برخو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی له طالبانو غواړي چې په راتلونکي کې د ټولګټو پروژو د پلي کولو پر مهال انډول په پام کې ونیسې، څو د دوی شته ستونزې هوارې شي.

دوی زیاتوي چې له سېند هاغاړې او دې غاړې د کښتیو په وسیله تګ را تګ کوي، خو د اوبو د زیاتوالی په موسم کې له ګڼو ستونزو مخامخ کېږي.

دا چې نوی حکومت د بیارغونۍ په برخه کې کوم پلانونه ترلاس لاندې لري، په کندز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د کمېسیون مسوول مطیع الله روحاني ازادي راډیو ته وویل: "موږ پلانونه لرو هغه سیمې چې د پلچکونو، د سړکونو او په نورو برخو کې ستونزې ولري او ورته خدمتونه نه یې وړاندې شوې، زموږ د موسساًتو کمېسیون په پام کې لري چې ټولو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې او سهولتونه رامنځته کړي."

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ ځنګلونه شااوخوا د امو سېند اوبو کلابند کړي دي او په دې ځنګلونو کې مېشت خلک د کرنې، مالدارۍ او کب نیونې له لارې د خپلو کورنیو لپاره حلاله نفقه ګټې.

XS
SM
MD
LG