د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د کندز یو شمېر اوسېدونکي: امو سیند خلکو ته درانه زیانونه اړولي


د امو سیند یوه څنډه. خلک وايي چې هر کال موسمي سېلابونه یې کورونه او کروندې وړي.
د امو سیند یوه څنډه. خلک وايي چې هر کال موسمي سېلابونه یې کورونه او کروندې وړي.

د کندز ولایت د دریو سرحدې ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، چې هرکال د امو سیند موسمې سېلابونه د دوی استوګن کورونه، کروندې او باغونه تخریبوې او سخت مالي زیانونه خلکو ته اړوي.

د کندز ولایت د سرحدي کلباد،امام صاحب او قلعه زال ولسوالیو خلک انتقاد کوي، چې پخواني حکومت په تېرو شلو کلونو کې د امو سېند غاړې په اوږدو کې د تحکیماتو بنسټيز کارونه ونه کړل او له امله یې هرکال داوبو د زیاتوالی په موسم کې دغه سېند کرنیزې ځمکې، باغونه او د استوګن کورونه تخریبوې او خلکو ته درانه مالي زیانونه اړوي.

د کندز د کلباد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جمال الدین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د امو سیند د افغانستان خاورې لورې مخه کړي ده. ځمکې، کورونه او باغونه ټول د امو سېند یوړل. ځنګلونه د تاجیکستان لورې ته پاتې دي او سېند زموږ طرف ته راغلي دي. لاهم زموږ کروندې د امو سیند ګواښ لاندې دي."

دوی له اوسنې حکومت غوښتنه کوي، چې د امو سیند د غاړې په اوږدو کې د تحکیماتو اساسې پروژې پلې کړي څو د خلکو کرنیزې ځمکې، باغونه او د استوګن کورونه داوبو له ګواښه په امن کې شي.

امو سیند د کندز سرحدي سیموکې د خلکو کروندې وړي.
امو سیند د کندز سرحدي سیموکې د خلکو کروندې وړي.

د امام صاحب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدنعمان راته وویل: "هغه ځمکې، استوګن کورونه او باغونه چې امو سېند ته نژدې موقعیت لري، هرکال د موسمې سېلابونو او د اوبو زیاتوالی له امله تخریب کېږي او خلکو ته درنانه زیانونه اړوي. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د امو سیند د غاړې په اوږدو کې اساسې پروژې پلې کړي څو زموږ خاوره د اوبو له ګواښ څخه وژغورل شي."

د دې ولایت د قلعه زال ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحیم هم ورته خبره کوي او وايي: "له ډېرو کلونو راهیسې د امو سیند تخریبونه روان دي. دا د امو سیند هرکال خلکو زیانونه اړوي، ځکه سیند دې خواته مخه کړي دي او ډېري ځمکې لاندې کړي دي. له چارواکو نه غوښتنه کوو چې د اوبو د مخنیو او مهارولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي."

په کندز کې د امو دپنځمې حوزې د سیندونو د عمومي ریاست چارواکي وايي، په وروستیو کې په امام صاحب ولسوالۍ کې د تحکیماتو په برخه کې یو اندازه کارونه ترسره شوې او له امله په زرګونه جریبه ځمکه د اوبو له ګواښ څخه ژغورل شوي ده.

د دغه ریاست رئیس انجنیر رفیع الله مجتبی وايي، هڅې کوي، چې د امو سیند دغاړې په اوږدو کې د تحکیماتو اساسې پروژې پلې کړي.

هغه وویل: "موږ ځینې سیمې سروي کړي دي او هغه سیمې چې د اوبو له ګواښ سره مخ دي هغه موږ په نښه کړي دي. موږ خپلې هڅې پیل کړي دي چې د اوبو د زیانونو مخه ونیسو. وزارت هم په دې برخه کې هڅې پیل کړي چې ددې لپاره بودجه منظور شي څو د امو سېند په څنډو کې د تحکیماتو کارونه پیل کړي."

د امو سیند سرچینه د بدخشان د پامیر غرونو څخه پیلېږي خو کله چې له بدخشان، تخار او کندز ولایتونو څخه تېریږې هر کال د اوبو د زیاتوالی په موسم کې په یادو ولایتونو کې د خلکو کروندې، باغونو او د استوګن کورونه تخریبوي او خلکو ته درانه زیانونه اړوي.

XS
SM
MD
LG