د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

کمال خان بند د وري په ۴مه پرانېستل کېږي؛ دغه بند څومره نور اهمیت لري؟


د کمال خان بند
د کمال خان بند

کمال خان بند ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي، د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره وايي، د ۱۴۰۰ کال په پیل سره به د وري میاشتې په ۴ مه نېټه د کمال خان بند پرانېستل شي.

د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه بند به د جمهور رئیس او نورو افغان لوړپوړو چارواکو له خوا پرانېستل شي: " د کمال خان بند به د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په څلورمه نېټه د افغان جمهور رئیس، د کابیني غړو او نور لوړ پوړو چارواکو له خوا پرانېستل شي، دغه پرانېسته به د نیمروز ولایت ټولې خړې دښتې خړوبې کړي او دا د ټولو افغانانو غوښتنه وه. "

د کمال خان پرانیستې ته چمتوالی
د کمال خان پرانیستې ته چمتوالی

ښاغلی خپلواک وايي، دغه بند د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د معلوماتو له مخې کمال خان بند ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او د ۵۲ میلیونه مټر مکعبه اوبو د سپما وړتیا لري.

دا اداره وايي، د دې بند په پرانېستې سره په زرګونه خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د نیمروز ولایت دغه بند کې د اوبو ټولېدل د سلواغې له لومړۍ نېټې پیل شوې.

کمال خان بند د نیمروز د زرنج ښار د سوېل په ۱۸ کیلومترۍ کې پر هلمند سیند رغول شوی چې د افغانستان له غرونو سرچینه اخلي او د افغانستان - ایران ګډ امو سیند ته بهېږي.

د افغان چارواکو په وینا دغه هېواد یوازې د خپلو ۳۰ سلنه اوبو په مدیریت توانېدلی او نورې په وړیا ډول ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي.

د خپاره شوېو معلوماتو پر بنسټ د دغه بند په جوړېدو شااوخوا ۲۰۰ میلیونو ډالره لګښت راغلی دی.

XS
SM
MD
LG