د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

د افغانستان جمهوري ریاست د محمد موسی شفیق په نوم مډال جوړوي


د افغانستان پخوانی صدراعظم محمد موسی شفیق
د افغانستان پخوانی صدراعظم محمد موسی شفیق

د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ وایي د کمال خان بند د پرانیستې مراسمو په ویاړ به له ايران سره د هلمند اوبو د هوکړه‌ليک لاسليکوونکي، محمد موسی شفیق په نوم د عالي دولتي مډال د جوړېدو حکم لاسلیک شي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، جمهور رئیس د محمد موسی شفیق د غوره کارونو په پار یاده پرېکړه کړې ده.

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ⁦فضل محمود فضلي‬⁩ په وړاندیز او د جمهور رئیس ⁦‪اشرف غني‬⁩ د لارښوونې سره سم، د کمال خان بند د پرانیستې مراسمو په ویاړ به د شهید محمد موسی شفیق په نوم عالي دولتي مډال د جوړېدو حکم لاسلیک شي."

ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلماسۍ انسټټیوټ چې په ۱۹۵۵ م کال کې جوړ شوی د محمد موسی شفیق په نوم کړ.

  • خو محمد موسی شفیق څوک و، کوم کارونه‌یې کړي او څه وخت ووژل شو؟

محمد موسی شفیق د محمد ابراهیم کاموي زوی په ۱۳۰۸ لمریز کال کې د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

ښاغلي شفیق لومړنۍ زده‌کړې د هېواد دننه او لوړې زده‌کړې د مصر الازهر، د نیویارک کولمبیا او هاردوارډ پوهنتونونو د حقوقو برخه کې د ماسترۍ تر کچې کړې دي.

محمد موسی شفیق هېواد ته له راستنېدو سره د کابل پوهنتون په حقوقو او سياسي علومو پوهنځي كې د ځانګړو بين‌المللي او مقايسوي حقوقو تدريس په غاړه واخیست.

نوموړی، په قاهرې، بېروت او خرطوم کې د افغانستان د سفير په توگه دنده ترسره كړې ده.

محمد موسی شفیق چې د ظاهرشاه د پادشاهۍ پر مهال صدراعظم و، هغه په ۱۳۵۱ کال کې له ايران سره د هلمند اوبو په اړه د اوبو د حق هوکړه لاسليک کړه چې پر بنسټ‌يې د ياد سیند یوازې ۲۰ سلنه اوبه چې په يوه ثانيه کې ۲۶ متر مکعبه اوبه کېدې، ايران پورې اړوند شوې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سلاکار او په واشنګټن کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات احمد شاه کټوازی وایي، د محمد موسی شفیق د نورو سیاسي لاسته راوړنو ترڅنګ، بهرنی سیاسي انډول ساتل او له ایران سره د هلمند اوبو د هوکړې لاسلیک نوموتې لاسته راوړنې وې.

د هلمند سیند
د هلمند سیند

ښاغلی کټوازی زیاتوي: "که څه هم د مرحوم موسی شفیق سیاسي لاسته راوړنې ډېرې دي، خو مهمې یې د افغانستان بې‌طرفه ساتل او دوهم له ایران سره د هلمند د اوبو اړوند هوکړه‌لیک لاسليکول و."

محمد موسی شفیق د پښتو ادب برخه کې هم ځلانده نوم درلود.

د پیام (شعرونو ټولګه)، عبقریان (لنډو کیسو ټولګه) او د ننګرهار شاعران د نومړي ادبي اثار دي.

هغه د ثور تر کودتا وروسته په ۱۹۷۹ م کال کې د ۵۳ کلنۍ په عمر په مرموز ډول ووژل شو.

XS
SM
MD
LG