د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

ولسمشر غني: اوبه زموږ عزت دی او د عزت ساتل مو ملي هدف دی


د افغانستان جمهور رئیس وايي، د اوبو د مدیریت او عادلانه وېش لپاره، ډېرو کارونو ته اړتیا لیدل کېږي.

افغان ولسمشر وايي، اوبه د هېواد له شتمنیو څخه دي او عادلانه وېش‌یې په هېواد کې د ملي یووالي او ثبات لامل ګرځي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې که د هېواد له طبیعي زېرمو څخه چې یوه‌یې اوبه دي، سمه ګټه واخیستل شي، دا هېواد تر راتلونکو شلو کلونو پورې په منځني ډول په یو سوکاله هېواد بدلېدی شي.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د "اوبه او تلپاتې پرمختیا" تر عنوان لاندې کنفرانس کې وویل، په هېواد کې د اوبو اوسني جوړښتونه د افغانانو ستونزو ته ځواب نه‌شي ویلی او په‌کار ده چې د اوبو او د اوبو د سرچینو پر مدیریت بیا کتنه وشي.

نوموړي زیاته کړه:

​"موږ ښه پوهېږو، اوبه زموږ عزت دی او د عزت ساتل زموږ ملي هدف دی، نن مهمه موضوع د اوبو په وېش کې د عدالت نشتوالی دی، هیله ده دا کنفرانس د اساسي بحثونو له لارې د اوبو د عادلانه وېش لپاره، له شرعې سره سم یو نظام ترتیب کړو.​"

ښاغلي غني د کرنې په سکټور کې د اوبو اهمیت ته اشاره وکړه او ويې‌ویل چې د هېواد ۸۰ سلنه خلک په کرنه بوخت دي خو بیا هم کرنیز محصولات له بهره واردوي چې دا یو ملي شرم دی.

ده ټینګار وکړ چې هېواد یې باید د کرنیزو محصولاتو په صادرونکي هېواد بدل شي.

ولسمشر وویل، د هېواد د اوبو پراختیا د هېواد او سیمې په ګټه ده او پر ګاونډیو هېوادونو یې غږ وکړ چې په افغانستان کې دې د اوبو د بندونو له جوړولو او شبکو څخه اندېښنه نه‌کوي بلکې په‌کار ده چې ملاتړ یې وکړي.

کارپوهان: د هلمند سیند په اړه د موسی شفیق لاسلیک شوې معاهده دې پلې شي

دا په داسې حال کې ده چې د فراه ولایت سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې ایران هڅې کوي په دغه ولایت کې د بخش‌اباد د بند په جوړولو کې خنډونه پېښ کړي.

فراه بخش اباد بند.
فراه بخش اباد بند.

د فراه چارواکي: ایران د بخش‌اباد اوبو بند جوړولو مخه نیسي

افغان حکومت څه موده مخکې د سلما بند پرانیست او وايي چې د هلمند په ولایت کې د کجکي بند پراختیایي چارې هم روانې دي.

د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې تر ۱۳۹۶ لمریز کال پورې، د کابل شمال ته د شاه و عروس بند هم ګټې اخیستنې ته تیار شي.

د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني وویل، د تلپاتې پراختیا او د اوبو د سرچینو ښه مدیریت ته په‌کار ده چې د حکومت د اړوندو ارګانونو تر منځ همغږي زیاته شي.

علي احمد عثماني.
علي احمد عثماني.

ده د اوبو په برخه کې شته ستونزو ته داسې اشاره وکړه:

​"له یو لړ ستونزو سره مخ یو چې په لنډ ډول ورته اشاره کوم، اول د ورښتونو اندازه ده، دوهم د ورښتونو د وخت او ځای ستونزه ده، ځکه د ورښتونو اندازه د کرنیزو اړتیاو لپاره متفاوته ده، درېیمه ستونزه د نفوسو او اورښتونو تر منځ تناسب او د اوبو بحران دی، بله ستونزه د اوبو د مدیریت او کنټرول او پنځمه د اوبو د سرچینو هر اړخیز مدیریت دی.​"

ښاغلي عثماني وویل، د اوبو د وېش او مدیریت لپاره‌یې پلان جوړ کړی او په لږه موده کې به پلی شي.

د اوبو او تلپاتې پرمختیا له دغه څلورم کنفرانس څخه دمخه په ۱۳۸۸، ۱۳۸۹، ۱۳۹۱مو کلونو کې درې نور کنفرانسونه هم جوړ شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان چارواکو په خبره کلونه کېږي چې د افغانستان اوبه پرته له حق ابي څخه ایران او پاکستان ته تېرېږي.

حکومت دا هم وايي چې تصمیم لري د هېواد اوبه کنټرول کړي څو ګاونډیان ترې وړیا ګټه وانه‌خلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG