د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

کارپوهان: د هلمند سیند په اړه د موسی شفیق لاسلیک شوې معاهده دې پلې شي


د نړیوالو چارو ځيني څېړونکي او حقوقي کارپوهان وايي، اړتیا ده چې د هلمند د اوبو هغه معاهده اجرا شي چې د موسی شفیق له‌خوا لاسلیک شوې ده.

له دې کارپوهانو یې یو شمېر په دې باور دي چې دا معاهده له تخنیکي ارزونې وروسته د عملي کېدو وړ ده.

حقوقي او د نړیوالو چارو کارپوهان وايي چې د هلمند سیند د اوبو پر سر د لاسلیک شوې معاهدې د عملي کېدو له اړتیا څوک انکار نه‌شي کولای.

دوی وايي چې د وخت صدراعظم دا معاهده چې څلور لسیزې وړاندې یې له ایران سره لاسلیک کړې حقوقي بڼه لري او تطبیق‌یې پر ځای او منطقي غوښتنه ده.

د کابل پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو څېړونکی داؤد نوري وايي چې د دې معاهدې تطبیق د حکومت په مشرانو پورې اړه لري.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې د موسی شفیق له کړنو باید الهام واخیستل شي او په دې برخه کې دې اوسني مشران هم له تدبیره کار واخلي.

نوري :د دې معاهدې تطبیق د حکومت په مشرانو پورې اړه لري.
نوري :د دې معاهدې تطبیق د حکومت په مشرانو پورې اړه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د هغې اړتیا غیر قابل انکار امر دی، یوازې د دې اړتیا ده چې دا معاهده بیا وکتل شي، خو دا مسئله د اوسنیو چارواکو په ارادې پورې اړه لري، ډېر پر ځای او منطقي اقدام به وي چې دوی په دې مسایلو له ګاونډیانو سره په یو نه یو ډول پرېکړې ته ورسېږي."

د ولسواکۍ د لسیزې وروستي صدراعظم موسی شفیق په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو څخه د څرنګه استفادې معاهده د ایران د هغه وخت صدراعظم عباس هویدا سره لاسلیک کړه.

د دې معاهدې له مخې د هلمند سیند شل فیصده اوبه چې په یوه ثانیه کې ۲۶ متر مکعبه کېږي د ایران حق ټاکل شوی دی.

پخوانی هیرمند یا هلمند هغه سیند دی چې د افغانستان او ایران تر منځ ګډو اوبو یا ګډ هامون ته بهېږي، اوږدوالی یې له څه باندې زرو کېلو مترو ډېر او د کال په اوږدو کې میلیاردونه متر مکعب اوبه په‌کې جریان پیدا کوي.

د دغه سیند اوبه نه‌وچېدونکې دي له پیله‌یې اوبه ډېرې تېزې بهېږي، خو په وروستیو برخو کې یې حرکت له سرعته لوېږي.

په همدې حال کې حقوقي کارپوهان په دې باور دي چې د دې اوبو پر سر د معاهدې لاسلیک د ایران او افغانستان تر منځ سل کلن جنجال ته د پای ټکی کېښود.

څېړونکی نجیب فهیم وايي، که د ایران او افغانستان تر منځ کله هم د اوبو پر سر څه اختلافات را ټوکېږي حل لارې یې په همدې معاهده کې بیان شوې دي.

هغه وايي چې دواړه لوري د معاهدې اصولو ته پابند دي او افغان حکومت باید د دې معاهدې اجرا جدي ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"افغان حکومت باید د هلمند د اوبو معاهدې په اړه اجرأت جدي ونیسي، دا یوه هر اړخیزه معاهده ده او که په دې اړه اختلافات هم وي د اختلافونو حل لارې په خپله معاهده کې وړاندې شوې دي."

موسی شفیق په ۱۳۰۸ کال په کابل کې زېږېدلی، خو د ۴۹ کلونو په عمر په کال ۱۳۵۷ کې د خلق ډموکراتيک ګوند له لوري ووژل شو.

موسی شفیق
موسی شفیق

هغه له ۱۳۵۰ نه تر ۱۳۵۱ پورې د ظاهرشاه د حکومت د بهرنیو چارو وزیر و، خو وروسته بیا د ظاهر شاه له‌خوا په ۱۳۵۱ کې د صدراعظم په توګه وګمارل شو.

تر ۱۳۵۲ کاله پورې نوموړي په دې لنډه موده کې ځيني مهم کارونه ترسره کړل چې له هغې ډلې یې د هلمند د اوبو پر سر له ایران سره یو ځانګړی موقف ډېر له ارزښته ډک یادېږي.

کارپوهان وايي، سره له دې چې دا معاهده په یوه مناسب وخت کې لاسلیک شوې، خو په هغه وخت کې د دې کار اړتیا درک نه‌شوه، د دې معاهدې مخالف نظرونو او وروسته بیا د رژیم تغییر او کورنیو جګړو له امله دا معاهده تر عملي کېدو ونه‌رسېده.

خو د علومو اکاډمۍ استاد سید عمر اعزامي وايي چې دا معاهده د لازم حقوقي ظرفیت څخه برخمنه ده او د نه‌عملي کېدو لپاره‌یې هېڅ خنډ نه‌شته.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې حکومت کولای شي له ایرانه حتی هغه پیسې واخلي چې په تېرو کلونو کې یې له دې اړخه پوروړی ګرځي.

نوموړي زیاته کړه:

"دواړو حکومتونو په لوړه کچه دا هوکړه‌لیک تائید کړی دی نو باید د هغې تطبیق ته کار وشي، دا د افغان دولت حق دی چې د دې معاهدې په اړه محاسبه وکړي، ځکه چې ایران له دې اوبو استفاده کړې ده دا چې حقوقي معاهده وجود لري ایران باید د اوبو اړوند پیسو ورکړې ته پابند وي."

کارپوهان وايي چې د دې پیسو اندازه او د معاهدې محاسبه ممکن تر میلیاردونو ډالرو ورسېږي.

اوسني جمهور رئیس محمد اشرف غني هم تل په خپلو ویناوو کې د افغانستان د اوبو پر مهارولو او عادلانه وېش ټینګار کړی دی.

په همدې ډول ښاغلي غني د موسی شفیق د کړنو او شخصیت یاد اړوند یوه نړیوال کنفرانس ته چې په دې وروستیو کې په کابل کې جوړ شوی و وویل چې د اوبو پر سر او له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په برخه کې موسی شفیق د ارزښت وړ کارونه کړي دي.

ولسمشر په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د هغه کار د موسی شفیق د معاهدې تطیبق او د هغه فصل بشپړول دي چې له ده نیمګړی پاتې شوی دی.

غني: زموږ کار د موسی شفیق د معاهدې تطیبق او د هغه فصل بشپړول دي.
غني: زموږ کار د موسی شفیق د معاهدې تطیبق او د هغه فصل بشپړول دي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ته د شهید شفیق مهم پیغام ناتمام شوی فصل دی چې له امان‌الله خانه پیل شو ده ورته دوام ورکړ او نن روښانه او ټينګه اراده لرو چې افغانستان دې بیا نیمګړی فصل ونه‌لري او دوامداره ثبات او پر ځان بسیاینې ته ورسېږي."

له دې ټولو سره د نړیوالو چارو ځيني کارپوهان وايي چې اړتیا ده تر څو د هلمند د اوبو معاهده له تخنیکي ارزونې وروسته عملي شي.

له دې ډلې یې عبدالقهار سروري ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان او ایران د اوبو پر سر د ملي ګټو د ساتنې او همکاریو سره کولای شي په دې برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ځينو تغییراتو پر بنسټ چې د اوبو په ظرفیت او د سیند ساحې منځته راوړي دغو دوه مسئلو ته په کتو د افغانستان او ایران حکومتونه کولای شي په ځانګړو، منظمو، تخنیکي او عملي همکاریو ستونزې حل کړي په هماغه تړون کې د لږ تغییراتو سره جزئي مسایل بیا الزامي کړي."

د هلمند د سیند پر سر له ایران سره د شوې معاهدې پر تطبیق داسې وخت خبرې کېږي چې له څلوېښتو څخه د ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان اوبه له کنټروله پرته ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي او دغو هېوادونو حتی هغه پیسې افغان حکومت ته نه‌دي ورکړي چې له دې اړخه‌یې باید ادا کړي.

خو دا چې اوسنی افغان حکومت به د شته ټولو ستونزو او د ګاونډیو له مداخلو سره وکولای شي د اوبو پر سر دا معاهده عملي او له ګاونډيو هغه پیسې واخلي چې له دې اړخه یې‌پوروړي دي که نه؟ هغه پوښتنې دي چې وخت‌یې ځوابولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG