د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

د اوبو د منابعو د هر اړخېز مدیریت لپاره نوې پروژه پیلیږي


د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، ډېر ژر به د اوبو د منابعو د هر اړخېز مدیریت لپاره یوه نوې پروژه پیل شي، دا پروژه په څلورو بېلابېلو برخو کې د اوبو د منابعو د هر اړخېز مدیریت په برخه کې کاریږي.

د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو د کدرونو او متخصصینو ترمنځ د علمي نظرونو تبادله، د ظرفیتونو پیاوړتیا، د دغو هېوادونو ترمنځ د همکارېو پراختیا او د متخصصینو او محصلینو تبادله او یو د بل له ظرفیتونو څخه استفاده د دغې پروژې مهمې برخې دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند بصیر عظیمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له دې پروژې څخه هدف دا دی څو د ولایتونو او د ټول هېواد په کچه اوبه ښې مدیریت کړي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه:

"د اوبو د هر اړخېز مدیریت هدف دا دی څو موږ وکولای شو چې د ولایتونو او کلیو په کچه د اوبو ښه مدیریت ولرو او د سیمې د خلکو نظریات ولرو؛ موږ غواړو چې په افغانستان کې د اوبو حوزې تقویه شي او کوم مسلکي کسان چې په دې حوزو کې دي ځانګړي زده کړې وکړي څو وکولای شي چې په خورا ښه مؤثریت پلانونه جوړ کړي او له پروژو څارنه ولري."

نوموړي وویل چې دا پنځه کلنه پروژه د امریکا د پراختیایې ادارې یا USAID په لس نیم میلیونه ډالره مجموعي لګښت په راتلونکو نږدې ورځو کې پیلیږي.

دا پنځه کلنه پروژه د USAID له خوا په راتلونکو نږدې ورځو کې پیلیږي.
دا پنځه کلنه پروژه د USAID له خوا په راتلونکو نږدې ورځو کې پیلیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د فراه د بخش اباد برېښنا بند قرارداد، د کاسا زر او د هلمند د کجکي پراختیایې بند مطالعاتي تفاهم لیک په دې وروستیو کې لاسلیک شوي او په هرات کې د سلما برېښنا بند فعالیت پیل شو.

په همدې حال کې یو شمېر افغان کارپوهان هم د افغانستان د اوبو د مدیریت په برخه کې د ظرفیتونو جوړو لپاره له دې پروژې هرکلی کوي.

افغان کار پوه مطیع الله خروټي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دا اوس په افغانستان کې هرکال ۷۵ میلیارد متر مکعب اوبه لرو او له هغه نه موږ یوازې شل میلیارد متر مکعب اوبه ګټه اخلو پاتې نور همداسې ځي نو زه د یوه مسلکي شخص په صفت د دې پروژې د پلي کېدو هرکلی کوم او د دې پروګرام د ژر تر ژره پلي کولو او عملي کولو غوښتونکي یم."

نوموړي همدارنګه وویل، که چېرې د افغانستان اوبه په ښه توګه مدیریت شي نو کولای شي چې تر ډېره خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

تردې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم د سلما بند د پرانېستې په مراسمو کې په زغرده دا ویلي چې افغانستان به د نړیوالو قوانینو پراساس خپلې اوبه مهار کړي او خپلې ځمکې به پرې خړوبه کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG