د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د کجکي بند د پراختیا تفاهم لیک له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو


د افغانستان حکومت د کجکي برېښنا بند انکشافي تفاهم لیک له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل دا شرکت پر دې بند څلور توربینونه جوړوي چې د ۱۰۰میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به لري.

د کجکي د برېښنا بند پراختیایې تفاهم لیک د سې شنبې په ورځ د افغان حکومت او د ترکي ۷۷ په نوم د یوه شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل د تخنیکي مطالعاتو له بشپړېدو وروسته د درېیو میاشتو په موده کې به دغه شرکت خپل پروپوزل دوی ته تسلیم کړي او کار به یې عملاً پیل شي.

د نوموړي په وینا دغه شرکت پر دې بند څلور توربینونه جوړوي چې د سل میګاواټه برېښنا د تولید ظریف به لري او یو عشاریه یو ملیارډ متر مکعب اوبه ذخیره کوي چې تر درېیو کلونو پوري به تکمیل شي.

هغه زیاته کړه:

"اوسنۍ مرحله چې نن تفاهم لیک لاسلیک کېږي او درې میاشتي وروسته موږ پروپوزل ترلاسه کوو د سل میګاواټه برېښنا د تولید او د یو عشاریه یو ملیارډ متر مکعب ابو د ذخیرې لپاره دی چې د کجکي برېښنا بند د دې پړاو په تکمیل سره د سیمې په کچه د برېښنا د تولید په یوه لوی بند بدلېږي."

د کجکي برېښنا بند د هلمند په سیند جوړېږي او د هغه بنسټ په ۱۳۳۲کال کې په دې ولایت کې کېښودل شو.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په دې بند کې دوه توربینونه د ۳۳ میګاواټه برېښنا په ظرفیت فعال دي او په درېیم توربین کار روان دی او تمه ده چې کار یې د روان میلادي کال د اکټوبر تر میاشتي پوري پای ته ورسېږي چې په د دریم توربین د کار په بشپړېدو سره دا بند۵۱ اعشاریه ۵ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

د همدې اوونۍ په جریان کې د افغانستان حکومت د هند په مالي مرسته د سلما برېښنا بند چې د ۴۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او ۷۵ زره هکټاره ځمکه خړوبوي په هرات ولایت کې افتتاح کړ.

سلما برېښنا بند
سلما برېښنا بند

په همدې حال کې د ترکي ۷۷ شرکت رییس سلیمان سلیو وویل چې دا پروژه له اقتصادي پلوه افغانانو ته ډېر ارزښت لري او د دې پروژې په تطبیق کې یې د حکومت او خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه:

"دا پروژه نه یوازې هلمند او کندهار ولایتونو بلکې کولی شي چې نورو ګاونډيو ولایتونو ته هم برېښنا ورکړي، دا زموږ یوازینۍ پروژه نه ده بلکې دا یوه له څو بریالیو پروژو څخه ده چې ۷۷ شرکت یې د افغانستان د راتلونکي د بهبود لپاره مخې ته وړي."

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو په اساس افغانستان د ۳۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري خو اوس مهال د هېواد ۷۵ فیصده مصرفي انرژې واردتي برېښنا جوړوي.

له دې ټولو سره یو شمېر د اقصادي چارو شننونکي ټينګار کوي چې خصوصي سکټور او حکومت باید تر ډېره پانګونه د افغانستان د اوبو په منابعو وکړي.

افغان کار پوه سید مسعود وویل که چېري افغانستان خپل د اړتیا وړ بریښنا په هېواد کې تولید کړي دا مسله به د اقتصادي پراختیا سبب شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG