د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

امریکا د کجکي بند د پروژې پاتې چارې افغان حکومت ته سپاري


په دوه زره لسم کال کې، د افغانستان جنوب ته د امریکا د پیاده سمندري ځواکونو د ورتګ یو هدف د هلمند پر سیند د ستر بند د امنیت تامین و؛ ترڅو د امریکا د مرستو پراختیايي اداره (USAID) د دې بند د بیا رغولو کار پيل کړي.

دا کندهار ښار ته، چې د افغانستان دوهم لوی ښار دی، د برق رسولو تر ټولو ستره پروژه ګڼل کیږي. خو په کجکي کې د دې بند تر شاوخوا رسیدل اسان کار نه و.

د کجکي بند ته د تللې سرک له شاوخوا سیمو د وسله والو طالبانو د ایستلو لپاره په عملیاتو کې تر پينځوس زیات امریکايي عسکر ووژل شول.

اوس دا بند او د بند شاوخوا سیمې د افغانستان دامنیتي ځواکونو او د امریکا د سمندري پياده قواوو تر کنټرول لاندې دي.

خو د امریکا د مرستو پراختیايي ادارې (USAID) پریکړه کړې؛ چې د ۲۶۶ ملیونو ډالرو په ارزښت، د دې پروژې یوه ډيره مهمه برخه نه بشپړوي.

دې ادارې ویلي، چې د کجکي پر بند د اوبو برق د تولید د ستر توربین د نصبولو چارې د افغانستان حکومت ته سپاري.

د افغانستان لپاره د امریکا لومړیتوبونو تغیر کړی:

واشنګټن پوسټ لیکي، چې په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې په دې وروستیو ورځو کې، د عسکرو له کمیدلو، د بودجې له محدودیدلو او له دې جګړې د امریکا د ولس د مخالفت له زیاتیدلو سره په یوه وخت الویتونو تغیر کړی او د کجکي د بند بیارغول له هغو متعددو پروژو څخه ګڼل کیږي؛ چې کار یې ځنډول شوی او یا له سره طرحه شوی دی.

د ملکي چارو زیات ماهرین، چې د کجکي پروژه د سیمې د اوږدې مودې د ثبات لپاره اساسي ګڼي؛ باور لري، چې د افغانستان حکومت د کجکي پر بند د اوبو د برق د تولید د داسې ستر توربین د نصب توان نه لري؛ چې هغه په ټوله سیمه کې د بریښنا د تولید لپاره مهم دی.

د کجکي بند په نولس سوه پينځوس میلادي کال کې د امریکا د متحدو ایالاتو په مرسته جوړ شوی و.

د کجکي تاسیساتو تر ډیره حده یې افغانانو ته د امریکا د مرستو؛ قوت او مهارت څرګندونه کوله.

د کجکي بند په اړه د ملکي امریکايي کارپوهانو وېره:

ملکي امریکايي کارپوهان ویره لري، چې که د ټوربین د نصبولو په کار کې افغانان ناکام شي؛ نو ویره شته، چې دا ستر تاسیسات به د امریکا د ضعف او زړه توري کیدلو په سمبول بدل شي.

هغه امریکايي منصبداران، چې د کجکي د تاسیساتو د امنیت ټينګولو لپاره په عملیاتو کې یې ملګري وژل شوي، دې مسالې ته له ډيره شخصي اړخه ګوري.

د امریکا د سمندري ځواکونو یو لوړ رتبه افسر، چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي؛ چې په تیرو لسو کلونو کې د دې لپاره ډيرې وینې وبهیدې او ډیرې پیسې مصرف شوې دي.

البته، د امریکا د پراختیايي مرستو اداره (USAID) ټينګار کوي؛ چې د امریکا حکومت دا پروژه شاته نه ده اچولې.

امریکا د بند ۷۰ میلیونه ډالره د برېښنا شرکت ته ورکوي:

(USAID) وايي، چې د توربین د نصب لپاره ځانګړي شوي اویا ملیونه ډالر به ورکړي، خو د دې کار د سرته رسولو لپاره د امریکايي قراردادیانو پر ځای به پیسې په مستقیم ډول د افغانستان د بریښنا شرکت ته ورکړي.

د افغانستان د بریښنا شرکت بیا به په خپله د ماهرو کارګرانو د استخدام او د دې توربین د نصب مسوولیت واخلي.

امریکايي چارواکي وايي، چې په سیمه کې امنیتي اندیښنې او د جمهور رییس حامد کرزي له خوا فشارونه د دې سبب شول؛ چې د کجکي د بند د فعالیدو لپاره د (USAID) دریځ بدل شي.

امریکا غواړي، چې په نورو یولسو میاشتو کې خپل ۳۴ زره عسکر وباسي؛ نو ښايي سږ دوبی د کجکي د بند په شاوخوا سیمو کې اصلاً هیڅ سمندري عسکر پاتې نه شي.

د امنیتي چارو مسوولیت به افغان لوري ته وسپارل شي؛ چې په خپله د دې بند لپاره د بهرنیو کارګرانو د خوندیتوب په اړه پوښتنې پيدا کوي.

د پراختیايي چارو مرستې د افغان دولت له لوري:

په عین حال کې، جمهوری رییس حامد کرزي له ډیر پخوا راهیسې غوښتنه کړې؛ چې پر بهرنیو قراردادیانو د اتکا پر ځای باید د پراختیايي چارو لپاره مرستې د افغانستان د دولت له لارې وشي.

ولسمشر حامد کرزي امریکا ته په خپل وروستي سفر کې د کجکي د بند د رغولو پروژه په ځانګړي ډول له امریکايي چارواکو سره مطرح کړې وه.

د امریکا د پراختیايي مرستود ادارې یوه مسوول، چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ واشنګټن پوسټ ته ویلي: په دې کې USAID بله چاره نه درلوده، ځکه جمهور رییس کرزي ډیر ټینګار کاوه.

واشنګټن پوسټ لیکي، چې په افغانستان کې د امریکا د پراختیايي مرستو د پروګرامونو لوی مفتش تیره میاشت د کابل د حکومت له لارې د مرستو د برخلیک څخه خبر داری ورکړ.

مفتش جان سپوکو وویل، افغان حکومت ته په مستقیم ډول د پراختیايي مرستو ورکول په دې معنې ده، چې دا حساب نشي کیدلای، چې زموږ مرستې په څه ډول او چېرته مصرف شوي دي. زه ویره لرم، چې په دې ډول به زموږ پروګرامونه د غلا او ناوړه استفادې قرباني شي.
XS
SM
MD
LG