د هلمند امنيتي مسوولينو د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې هغه اندېښنې رد کړې چې ګواکې د امنيتي ستونزو له امله د کجکي د برېښنا فابريکې د بيارغونې پروژه نه شي عملي کولی.
دغې ادارې ويلي که په کجکي کې دوی ته له امنيتي پلوه پوره ډاډ ورنه کړل شي، ښايي هغه بودجه بېرته رد شي چې د دې ادارې له خوا د کجکي د بريښنا بند د بيا جوړونې لپاره ځانګړې شوې ده.
د هلمند امنيتي مسؤلين وايي چې دا مهال د کجکي د بند په شا و خوا سيمو کې هیڅ ډول امنيتي ننګونې نه شته.
محمد الياس راپور برابر کړى