د امریکا د مشرانو جرګې د نظامي خدمتونو کمېټه وايي چې د دې هېواد د دفاع وزارت له خوا په افغانستان کې د ۶۳۸ میلیونه ډالرو لګښت دوي ته ځیني پوښتني پیدا کړي.
ویل کيږي چي په دغه مصارفو کې د هلمند د کجکي د بند د پروژې دوه سوه میلیونه ډالر هم شامل دي.
صادق رښتیني د هلمند د والي د پخواني مرستیال محمدجان رسولیار سره د کجکي د بند د پروژې په هکله مرکه کړې او په لومړي سر کې يې پوښتنه کړې چې د کجکي د بند د بیارغونې کار څه وخت پیل شو او د پروژې لګښت څومره وو؟