د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

د هلمند ولایت له کجکي بند څخه بریتانوي انجیران وتلي دي


بهرني چاپ سنډي مارنینګ هېرالډ او ګارډین ورځپاڼو د افغانستان په اړه بېلابېلا مطالب خپاره کړي دي.

ګارډین:

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپله یوه مقاله کې د هلمند له کجکي بند څخه د برتانوي انجینرانو د وتلو خبره کړې ده.

ګارډین لیکي دغو انجینرانو هغه مهال له کاره لاس واخیست چې طالبان سیمې ته ورنژدې شول.

ورځپاڼه د هلمند د ځایي چارواکو له قوله لیکي چې یو شمېر بریتانوي او نور بهرني انجینیران وروسته له هغه د کجکې د بریښنا له بند څخه د کندهار په لور ولاړه چې طالبانو په همدې سیمه کې لږ تر لږه د پولیسو یوه پوسته له حکومتي ځواکونو ونیوله.

ګارډین لیکي، د کجکي د برېښنا بند له کلونو راهیسې د بریتانیا د پوځ د هغو هڅو یوه برخه ده چې په هلمند کې یې د خلکو د زړونو او ذهنونو د خپلولو لپاره کوي.

د لیکوال په خبره په ۲۰۰۸ کال کې ۲۰۰۰ برتانوي ځواکونو یو ۲۲۰ ټنه جنراتور هلمند ته یوړ چې دغه پنځه ورځنۍ هڅه له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته د برتانوي پوځ یو ډېر قهرمانانه ګام وګڼل شو.

ګارډین زیاتوي، له دې سره - سره څو کاله وروسته هم له دغو توربینونو څخه کار وانه خستل شو؛ ځکه د هغه د نصبولو لپاره شاوخوا ۷۰۰ ټنه سمټو ته اړتیا وه؛ خو نا امنیو د سمټو د انتقال چارې ناممکنه کړې وې.

ورځپاڼه د افغانستان په جنوب لویدیځ کې د بریښنا د ادارې مشر سید رسول له قوله لیکلي چې اوس ۲۵ بهرني انجینیران کندهار ته تللي او تر هغو به هلته وي چې د امنیت د خونديتوب لپاره یې ډاډ نه وي ترلاسه شوی.

د کجکي ولسوالۍ له کلونو راهیسي د حکومت د وسله والو مخالفینو د بریدونو تر ګواښ لاندې ده.

د دغې مقالي لیکوال زیاتوي چې د کجکي د برېښنا بند لومړی ځل په ۱۹۵۰ کلونو کې د امریکا په مالي مرسته د یوې داسې معتبرې پروژې په توګه جوړ شو چې د پرمختګ په حال کې نړۍ مدرنیزه کېدل وښیي.

د لیکوال په خبره نن دغه پروژه په یوه داسې هېواد کې چې د امپراتوریو هدیره بلل کیږي؛ د یوې ناکامۍ د څلي په توګه پر ځای پاته ده.

سنډي مارنینګ هېرالډ:

د سنډي مارنینګ هېرالډ ورځپاڼي د یوه آسټرالیایي سیاستوال د هغو خبرو پر غبرګونونو مقاله لیکلې چې په افغانستان کې یې د آسټرالیا د ماموریت په اړه کړې دي.

د ورځپاڼي په لیکنه، د آسټرالیا د اپوزیسیون مشر بِل شارتِن ویلي چې په انتخاباتو کې د آسټرالیا لیبرال نوماند او پخواني افسر اندریو هستي له خبرو څخه په غوصه دی.

لیکوال کاږي، هستي په غیر عادي ډول د کارګر ګوند په مشرۍ پر پخواني حکومت انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې کارګر ګوند په افغانستان کې د سرتیرو پلوي نه ده کړې او حتی د هغوی ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

د ورځپاني په خبره هیتي ویلي چې د کارګر ګوند له خوا د دفاعي بودجې کموالي په افغانستان کې د اسټرالیایې سرتیرو روحیه کمزورې کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي بل شارتِن د دې خبرو به ځواب کې ویلي چې "ښه دا دی دا بحثونه چې پر چا خپل هېواد ډیر ګران دی؛ اوس بس کړو."

بل شارتن دا هم ویلي چې فکر کوي دا خبرې ډېرې نامعقولي دي.

XS
SM
MD
LG