د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

د کجکي بند د درېیم توربین پر لګولو خبرې روانې دي


د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې په وروستیو کې اعلان کړه چې د کجکي په بریښنا بند کې د د رېیم او وروستي توربین د نصبولو د قرارداد په اړه د بلک انډ ویچ له انجینري کمپنۍ سره خبرې کوي.

دغې کمپنۍ چې مقریې د امریکا په کانزاس ایالت کې دی څو کاله د هلمند د کجکي پربند کارکړی دی.

د افغانستان د بیارغونې په اړه د امریکا سرپلټونکي "جان سوپکو" په یوه لیک کې ویلي چې؛ په کجکي بند کې د درېیم توربین نصبول به شاوخوا ۷۵ ملیون ډالره لګښت ولري.

د فارن پالیسي خپرونې د راپورله مخې دغه پروژه به له افغانستانه د امریکایي محاربو ځواکونو له وتلو وروسته تر۲۰۱۵ کال پورې بشپړه شي.

د خپرونې په وینا په دغه بند کې د بریښنا د تولید د درېیم توربین د نصبولو کارپه ډیره یوه حساسه مرحله کې ترسره کیږي، ځکه ویل کیږي چې په اوس وخت کې امریکایي ځواکونه پرسیمې کنټرول نه لري.

دغه ځواکونه دغه راز پرهغه سړک هم کنټرول نه لري چې دوی د دغې پروژې لپاره د تدارکاتو د لیږدولو پخاطر پاک کړی و.

د امریکا سمندري پلي ځواکونو د ۲۰۱۱ کال په می میاشت کې په سیمه کې پراخ عملیات ترسره کړي و.

دغه عملیات په دې خاطرترسره شوي و چې له یوې خوا سیمه له طالبانو تصفیه کړي او هم د کجکي د بریښنا انرژي د هلمند نورو سیمو ته وغځوي.

د کجکي پربند په ۲۰۰۲ کال کارپیل شوی اود فارن پالیسي خپرونې په وینا د دغې پروژې لګښټ پنځه سوه ملیون ډالره اټکل شوی دی.

د امریکا نړیواله پراختیایي اداره یو اس آی ډي د دغې پروژې د دو نوروتوربینونو د ترمیم په چاره کې له سختومشکلاتو سره مخامخ وه.

د یواس آی ډي په وینا دغې پروژې ۱۸۵ زره افغانانو ته بریښنا رسولې ده.
دا په په داسې حال کې ده چې په سیمه کې له طالبانو سره په جګړو او نښتو کې په لسګونو امریکایي عسکروژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG