د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

غني: د امان‎الله خان او موسی شفیق فصل بیا نا تمامه نه‌پرېږدو


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ټينګه اراده لري چې د امیر امان‌الله خان او محمد موسی شفیق له‎خوا پیل شوی فصل بیا ناتمامه پاتې نه‎شي.

اشرف غني وايي چې له ګاونډيو هېوادونو سره د وخت د صدراعظم محمد موسی شفیق د معاهدو تطبیق د ده یو مهم کار دی.

ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ کابل کې د موسی شفیق د زوکړې، کړنو او شخصیت د ۹۰مې کلیزې په ویاړ جوړ شوي سیمینار ته په خپلو خبرو کې هغه د خارق‌العاده پوهې څښتن او اتل وباله ویې‌ویل چې هغه د افغانانو په ګټه د اوبو د انسجام لپاره د پام وړ کار کړی دی.

ولسمشر وايي، د ایران سره د هلمند د اوبو په سر معاهده او د ګاونډيو سره د ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې چې موسی شفیق ورته ډېر څه کړي د افغانانانو لپاره خورا ارزښمنتنې دي.

ښاغلی غني وايي:

"موږ ته د شهید شفیق تر ټولو مهم پیغام د نیمګړي فصل بشپړول دي چې له امان‎الله خانه پیل شو او ده ورته دوام ورکړ، نن واضح او ټینګه اراده لرو چې افغانستان د بیا ځل لپاره نیمګړی فصل ونه‎لري، پرمختګ او دوامداره ثبات ته ورسېږي چې هم زموږ د خلکو اړتیاوې پوره وي او هم د سیمې د ثبات لامل شي."

د افغانستان پخواني صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد موسی شفیق د ۱۳۰۸ لمریز کال د جوزا د میاشتې په ۵ نېټه د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې زېرېږیدلی، وروسته‌یې خپلې زده‎کړې په افغانستان، د مصر په الازهر او امریکايي پوهنتونونو کې بشپړې کړي.

هېواد ته له راتګ سره د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې یې د استاد په حیث کار پیل کړ، د عدليې وزارت تر مرستیالی ورسېد او بیا په ۱۳۵۰ کال کې د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.

هغه د افغانستان د ډموکراسۍ د لسیزې وروستی صدراعظم و چې په ۱۳۵۱ کال کې ورته د محمد ظاهر شاه له‎خوا دا مسؤلیت وسپارل شو.

هغه په خپل وخت کې د هلمند د اوبو په سر د ایران سره له کلونو پاتې لانجه حل کړه چې د تاریخ لیکونکو په باور د افغانانو ګټې یې په ښه توګه خوندي وساتلې.

موسی شفیق د هلمند د اوبو په سر د ایران سره له کلونو پاتې لانجه حل کړه
موسی شفیق د هلمند د اوبو په سر د ایران سره له کلونو پاتې لانجه حل کړه

ښاغلي شفیق په وچه کې د افغانستان ایسارتوب د افغانستان د پرمختګ په وړاندې خنډ باله او په دې باور و چې د افغانستان لپاره‌ بې‌طرفه سیاست تر ټولو ښه تګ‎لاره ده.

ولسمشر غني وايي چې دی ټينګه اراده لري چې دا معاهده او د ښاغلي شفیق له‎خوا پاتې نور کارونه تطبیق کړي، هغه کارونه چې په‌کې د افغانانو خورا ګټې نغښتي دي.

د ډموکراسۍ د لسیزې وروستی دا صدراعظم د ۱۳۵۷ کال د ثور له کودتا وروسته بندي شو او د همدې کال د ثور د میاشتې په ۲۴مه نېټه ووژل شو.

د محمد موسی شفیق لمسی ببرک دقیق شفیق وايي چې نیکه‌یې تل د افغانستان د پرمختګ په فکر کې و او ۳۷ کاله وروسته د هغه یاد لمانځنې یې کورنۍ خوشحاله کړې ده.

ښاغلي دقیق زیاته کړه:

"زما د شهید بابا تګ‎لاره نه شرقي وه نه غربي وه، دا تګ‎لاره یوه سوچه افغاني او روښانه اسلامي وه، د ازاد، اباد او ښېرازه افغانستان لپاره له افغاني غرور څخه ډکه، د درو او دښتو څخه تېره د پرمختګ داسې بام ته خېژي چې په نړیوالو غږ وکړای شي چې زما افغانستان د امن سمبول دی."

رباني:ښاغلي شفیق د افغانستان په ولسواکی کې ځانګړی رول لوبولی
رباني:ښاغلي شفیق د افغانستان په ولسواکی کې ځانګړی رول لوبولی

د شفیق د یاد په خاطر دا نړیوال سیمینار د بهرنیو چارو وزارت د ستوري په ماڼۍ کې چېرته چې ده د ایران سره د اوبو لانجه وروستۍ کړې وه، جوړ شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو سلب صلاحیت شوي وزیر صلاح‌الدین رباني دې غونډې ته وویل چې ښاغلي شفیق د افغانستان په ولسواکۍ کې ځانګړی رول لوبولی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG