د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

د فراه چارواکي: ایران د بخش اباد اوبو بند جوړولو مخه نیسي


د فراه ولایتي شورا ادعا کوي چې د دغه ولایت په وروستیو ناامنیو او ګډوډیو کې ایران ښکېل دی.

یاده شورا ادعا کوي چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د دغه ولایت اوسېدونکي د ایران د ورانکارو لاسوهنو له امله په ویر کې ناست دي.

د فراه د ولایتي شورا رئیسې جمیله امیني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ایران د فراه په ناامنیو کې خپلې ګټې لټوي او له دې لارې هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د بخش اباد د برېښنا بند د جوړولو مخه ونیسي.

اغلې امیني وویل، د دغه ولایت په ناامنیو او ګډوډیو کې ایران ښکیل دی چې باید مخه یې ونیول شي.

امیني: ایران د فراه نا امنیو کې لاس لري.
امیني: ایران د فراه نا امنیو کې لاس لري.

نوموړې زیاته کړه:

"ټول په دې پوهېږي چې په روانو جګړو او ناامنیو کې ایران لاس لري، ځکه له موږ سره ګډه پوله لري، له بده مرغه، دا هرڅه د بخش اباد د برېښنا بند موضوع ده، د دغه بند جوړول له دې مخکې یوه هیله وه، خو اوس اړتیا ده، له حکومته غواړو چې په دې اړه له ایران سره خبرو ته کېني او د امنیت په اړه هم باید پام وکړي."

اغلې امیني زیاتوي چې افغان حکومت باید د افغانستان د اوبو په تړاو د ایراني چارواکو او موسی شفیق ترمنځ شوی تړون عملي کړي او د افغانستان د اوبو په مقابل کې دې له ګاونډیانو څخه قیمت ترلاسه کړي.

کارپوهان: د هلمند سیند په اړه د موسی شفیق لاسلیک شوې معاهده دې پلې شي

له دې مخکې د فراه والي محمد اصف ننګ ویلي وو وروسته تر هغه چې دوی د بخش‌اباد بند د جوړولو کار پیل کړي ایران له فراه سره ښکاره دښمني کوي.

ننګ: ایران پر بخش‌اباد بند د کار له پیل وروسته، ښکاره دښمني اعلان کړې

والي ویلي وو، ایران د افغان دولت وسله‌والو مخالفینو ته د فراه له سرحد څخه وسلې او نور امکانات برابروي او په دې توګه‌یې په فراه ولایت کې وروستیو ناامنیو ته لاره هواره کړې ده.

په ورته وخت کې د هلمند والي حیات الله حیات هم ايران تورن کړی چې د هلمند د اوبو پر سر د لانجې په خاطر په دغه ولايت کې پوځي لاسوهنه کوي.

په ورته وخت کې د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري د ایران په تړوا د ولایتي شورا څرګندونې تائیدوي، وايي ایران په مستقیم او غیر مستقیم ډول په فراه کې له وسله والو طالبانو څخه ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"ایران له کلونو راهیسې دا ډول لاسوهنې کوي، هدف یې د بخش اباد د برېښنا بند د جوړولو مخنیوی دی او په دې برخه کې خپل ټول توان کاروي، مخکې مو هم ویلي وو چې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او په دغه ولایت کې ناامني رامنځته کوي."

نږدې یوه اوونې مخکې یو شمېر لاریونکوونکو د فراه والي په فساد تورن کړ او د والي د لري کېدلو غوښتنه یې وکړه هغه څه چې د فراه د والي ویاند او د دغه ولایت ولایتي شورا یې بې بنسټه بولي او ادعا کوي چې په دغه لاریون کې هم ایران ښکېل دی.

افغان حکومت د دغې قضیې د څېړلو لپاره د مشرانو جرګې د غړي هاشم الکوزي په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده سپارلې، څو پر والي لکېدلي تورونه وڅېړي، خو ښاغلی الکوزی وايي چې لاریونکوونکو تر اوسه داسې اسناد نه دي وړاندې کړي چې پر والي لګېدلي تورونه ثابت کړي.

ښاغلی الکوزی وايي، د ایران د لاسووهنو په اړه یې هم د ملي امنیت څخه د اسنادو غوښتنه کړې ده.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG