د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

افغان چارواکي: مسکو د ایران له لارې طالبانو ته وسلې ورکړي


د فراه د ولایتي شورا رئیسه او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت یو شمېر استازي ټینګار کوي چې وسله‌والو طالبانو په فراه کې روسي وسلې ترلاسه کړي دي.

یو ځل بیا له وسله‌والو طالبانو سره د روسیې او ایران د همکاریو خبره جدي شوې، د فراه سیمه‌ییز چارواکي تائیدوي چې مسکو د ایران له لارې وسله‌والو طالبانو ته وسلې ورکړي دي.

د فراه د ولایتي شورا رئیسې جمیلې امیني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې برخه کې کافي اسناد او شواهد موجود دي، خو د اسنادو او شواهدو په اړه‌یې زیات معلومات ورنه‌کړل.

امیني: دلته طالبان دوه ګروپه دي د یو ګروپ ملاتړ پاکستان او د بل ایران کوي.
امیني: دلته طالبان دوه ګروپه دي د یو ګروپ ملاتړ پاکستان او د بل ایران کوي.

د مېرمن امیني په وینا وسله‌وال طالبان له دغو وسلو څخه د افغان ځواکونو پر وړاندې استفاده کوي چې درنې وسلې هم په‌کې شاملې دي.

نوموړې زیاته کړه:

"هغه پرمختللې وسلې چې طالبان ورنه استفاده کوي، دلته طالبان دوه ګروپه دي د یو ګروپ ملاتړ پاکستان او د بل ایران کوي، ایران‌یې چې ملاتړ کوي دلته د بخش‌اباد بند موضوع ده، دا موضوع چې پیل شوې له بده‌مرغه ناامنۍ هم ورسره زیاتې شوې، وسلې یې نوې دي د روسیې دي، خو نمبر یې پاک شوی، خو د ایران له‌خوا واردېږي، وسلې نوې او پرمختللې دي."

له طالبانو سره د مسکو وروستیو اړیکو افغان حکومت اندېښمن کړی، خو دا لومړی ځل نه‌دی چې د فراه ولایتي شورا له طالبانو سره د روسیې له تسلیحاتي همکاریو څخه پرده پورته کوي.

له دې وړاندې روسي چارواکو له طالبانو سره اړیکې تائید کړې او ویلي و چې دوی دا کار په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د مخینوي په هدف کړی.

د فراه د ولایتي شورا رئیسه جمیله امیني وايي ایران هڅه کوي د افغان حکومت له وسله‌والو مخالفینو سره د همکاریو له لارې په افغانستان کې د بخش‌اباد بند او ټاپي پروژو په وړاندې خنډ جوړ کړي.

ننګ: ایران پر بخش‌اباد بند د کار له پیل وروسته، ښکاره دښمني اعلان کړې

اغلې امیني وايي، سربېره پر دې مسکو او تهران په ګډه هڅې کوي چې د طالبانو په پياوړي کولو سره په افغانستان کې د داعش مخه ونیسي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د فراه استازې حمیرا ایوبي وايي د دغه ولایت امنیتي چارواکي تائیدوي چې روسي او چینايي ساخت وسلې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

مېرمن ایوبي زیاتوي:

"د فراه د امنیه قوماندان له خولې وایم، په دې نېږدې ورځو کې له هغو طالبانو سره چې د حکومت پر وړاندې جنګېږي او نیول شوي روسي او چین ساخت یوه اندازه درنې او مډرنه وسلې لیدل شوي."

تر اوسه روسي، چینايي او ایرانیو چارواکو په دې اړه نظر نه‌دی څرګند کړی او همدارنګه وسله‌والو طالبانو هم څه نه‌دي ویلي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د طالبانو او روسیې د اړیکو د خبر تر خپرېدو وروسته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له ترورېستي ډلو سره د مبارزې لپاره به بهتره وي چې له افغان حکومت سره همکاري وشي، نه له وسله‌والو ډلو سره.

که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وسله‌والو طالبانو ته د ایراني او روسي وسلو ورکول نه‌تائید او نه‌هم ردوي، خو تینګار کوي چې دوی په دې برخه کې څیړنه کوي.

وزیري: موږ په دې اړه څېړنه کوو.
وزیري: موږ په دې اړه څېړنه کوو.

​ښاغلی وزیري وايي:

"په مطبوعاتو کې پر دې ټینګار کېږي، د فراه والي او د ولایت مسؤلین وايي چې ایران ورسره مرسته کوي، موږ په دې اړه څېړنه کوو، معلومه به شي چې دا څومره واقعیت لري."

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان له وسله‌والو طالبانو سره د روسیې تسلیحاتي همکارۍ خطرناکې بولي او وايي چې دا موضوع به افغان حکومت ته په یو بل سر خوږي بدل شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې یوسف همت په دې باور دی چې له پاکستان وروسته له وسله‌والو طالبانو سره د روسیې او ایران همکارۍ په ځانګړې توګه په پوځي برخه کې کولای شي د سولې پر ځای په افغانستان کې د جګړې لمن نوره هم پراخه کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG