د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

سرنوشت: د روسیې د مداخلې مخنیوی څنګه ممکن دی؟ 


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د ځینو نورو مطالبو ترڅنګ نن هم د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د روسیې، چین او پاکستان وروستیو معاملو او په دې اړه په کور دننه او بهر پر پورته شویو غبرګونونو بحث کړی دی.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د امریکا د دفاع وزرات وروستۍ څرګندونې راخستي چې د ورځپاڼې په باور تر ډېره د طالبانو په اړه د روسیې، چین او پاکستان له وروستي دریځ سره تړاو لري.

ورځپاڼه لیکي چې د روسیې، چین او پاکستان وروستیو معاملو نه یوازې افغان سیاستوال، بلکې نړیواله ټولنه او ان امریکا یې هم وارخطا کړې او له همدې امله اوس اوس پنټاګون ویلي چې دوی د افغانستان ترڅنګ د خپل هېواد د امنیت خوندي کولو او د ترهګرو د ځپلو په خاطر د افغان حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي.

ورځپاڼې که څه هم دا معاملې د لوبې د بدلون په معنی بللې چې ممکن سپینې ماڼۍ ته د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر ننوتو او د روسیې او چین په تړاو د ده د راتلونکي تګلارې تر روښانه کېدو پورې غلې پاتې شي، خو افغان حکومت ته یې سپارښتنه داده چې له دې موقع ګټه پورته کړي او نړیوال قانع کړي چې جګړه همدلته پای ته ورسوي.

ورځپاڼه لیکي چې اوس هم په کور دننه ځینې داسې فرصتونه شته چې که په سم ډول وکارول شي او هغه طالب قوماندانان چې د روانې جګړې په ماهیت پوه شوي له جګړې راوګرځوي، نو د جګړې لیکې کمزورې کولای شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا په دې اړه د سولې د عالي شورا غبرګون راخستې او لیکلي دي چې افغانستان اوس مهال د امریکا او روسیې د نویو پروژو د پلې کېدو زغم نه لري.

ورځپاڼې د سولې د عالي شورا د یو غړي په حواله لیکلي دي چې روسیه په افغانستان کې د امنیت او سولې د ټینګولو په تړاو د امریکا پر هلو ځلو شک لري او له همدې کبله یې د طالبانو د ملاتړ لپاره ځینې حرکات پیل کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې روسیه د داعش په وړاندې په جګړه کې طالبان یو دفاعي دېوال بولي، خو د سولې عالې شورا غړي په دې باور دي چې د روسیې وروستۍ معاملې د لویو ځواکونو ترمنځ له سیالیو سرچینه اخلي چې افغانستان په خپله خاوره کې د داسې سیالیو زغم نه لري.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پر دې بحث کړی چې د روسیې د مداخلې مخنیوی څنګه ممکن دی؟ ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي اډو او د داعش د فعالیت په اړه د روسیې اندېښنې د توجیه وړ دي، ځکه داعش په رښتیا هم ټولې سیمې ته یو جدي ګواښ دی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې په افغانستان کې د روسیې د مداخلې د مخنیوي لپاره پکار ده چې افغان دولت مسکو ته د امریکا د پوځي اډو او د داعش د فعالیتونو په اړه ډاډ ورکړي او واضح کړي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد و نه کارولې شي.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې بیا د افغانستان او روسیې د اړیکو تاریخ ته کتنه کړې او لیکلي چې دا اړیکې هېڅ کله هم د افغانستان په ګټه نه وې، ځکه د ورځپاڼې په وینا کله هم چې د تزار امپراطورۍ په اروپا کې له بریتانیې سره کومه ستونزه موندله، نو د افغانستان له لارې به یې پر هغې د فشار راوړلو هڅه کوله.

ورځپاڼې د کندز د پخواني والي په حواله لیکلي چې همدا اوس روسي انجنیران په کندز کې د طالبانو پوځي وسایل ترمیموي چې دا کار د روسیې د پوځي مداخلې نه پرده پورته کوي.

ورځپاڼې په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د تېري پایلو ته په اشارې لیکلي چې د دې تېري په نتیجه کې پخوانی شوروي اتحاد وویشل شو، خو افغانستان د یو مستقل دولت په توګه پخپله پخوانۍ نقشه پاتې شو.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د روسیې، پاکستان او ایران د لاس وهنو په اړه وروستیو پرمختګونو ته په اشارې د مدني ټولنې د ځینو غړو په حواله لیکلي چې عام ولس هم باید دغه مسایل په پوره هوښیارۍ سره تعقیب کړي، ځکه دغه هېوادونه غواړي چې افغانستان یو ځلې بیا د جګړو په ډګر بدل کړي.

XS
SM
MD
LG