د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

فعالان: روسیه او متحدین یې افغانستان بیا د جګړو په ډګر بدلوي


یو شمېر مدني ټولنې د افغانستان په چارو کې د روسیې، ایران او پاکستان وروستۍ لاسوهنې غندي او پر خلکو غږ کوي چې د دا شان مسایلو پر وړاندې باید هوښیار اوسي.

د افغان ملي غورځنګ د ټولنې غړي عطاوالله حیران د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، روسیه او متحدین یې په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې خپلې نیابتي جګړې پرمخ یوسي او دغه هېواد یوځل بیا د جګړو په ډګر بدل کړي.

ښاغلي حیران وویل، افغانان په خپلو کورنیو چارو کې د نورو هېوادونو بې ځایه لاسوهنې نه‎شي زغملای.

نوموړی وايي:

"افغانان باید په دغه حساس پړاو کې هوښیار ووسي، ځکه افغانستان په سوریه بدلیدونکې ده او هغه ډله چې افغانستان په سوریه بدلوي، د پاکستان، روسیې او ایران هېوادونه دي. دوی غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د جګړې په ډګر بدل کړي لکه څنګه یې چې پخوا بدل کړې وو. "

ښاغلي حیران پر هغو کړیو هم نیوکه وکړه چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې د جهاد په نوم امتیازونه اخیستي او په خبره یې اوس د روسیې او متحدینو پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي.

په روسیه کې د افغانستان په اړه تر درې اړخېزې غونډې وروسته چې افغان حکومت استازیو ته هم په کې بلنه نه وه ورکړل شوې، دغه هېواد په افغانستان کې د امریکا له پوځي اډو سره مخالفت وښود او د ملګرو ملتونو له تور لیسته یې د حزب‎اسلامي ګلبدین حکمتیار د نوم ایستلو په تړوا ویلي چې په دې اړه د خپل دریځ د څرګندولو لپاره وخت ته اړتیا لري.

مسکو دا دریځ په داسې حال کې غوره کړی چې یو شمېر روسي چارواکو څه موده مخکې تائید کړه چې دوی له طالبانو سره اړیکې نیولې دي.

د مدني ټولنو غړي له طالبانو غواړي چې د روسیې په تشو ژمنو دې نه غولیږي او له افغان حکومت سره دې بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.

د نن ځوانانو د ټولنې غړي ابوذر خپلواک په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل:

"موږ له طالبانو څخه غواړو چې د سولې بین الافغاني خبرو ته حاضر شي، ځکه که د پردیو له طریقه افغانستان ته سوله راځي ښې پایلې به ونه لري. طالبان که رښتیا هم خپلو ژمنو ته صادق دي او په افغانستان کې سوله غواړي له افغان حکومت سره دې سولې ته کښیني روسیه، پاکستان، چین او ایران دې نه ګډوي."

د مدني ټولنو غړي ګواښ کوي که دغه هېوادونه په افغانستان کې خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړي افغانان به یې پر وړاندې ودریږې او د دوی په خبره په افغانستان کې د جګړې دوام به یاد هېوادونه هم نا آرامه کړي.

عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG