د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

غفوري: افغانستان به د "ICOLD"په غړیتوب سره خپلې اوبه ښه مدیریت کړي


د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، افغانستان د اوبو د بندونو د ښه مدیریت او په دې برخه کې نړیوالو معیارونو ته د پاملرنې له امله توانېدلی چې د اوبو د لویو بندونو د نړیوال کمېسیون غړی شي.

دغه وزارت وايي، د اوبو د بندونو د نړیوال کمېسیون په غړیتوب سره به د اوبو د مدیریت په هدف د بندونو د جوړولو نوي لارې چارې خپلې کړي.

د اوبو او برېښنا وزارت د عامه اړیکو مسؤل اصف غفوري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د اوبو د لویو بندونو په نړیوال کمېسیون کې د افغانستان غړیتوب، د اوبو په ښه مدیریت کولو کې د دغه هېواد د لاسته راوړنو یوه بېلګه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان چې د دغه کمېسیون غړیتوب ترلاسه کړ، کولی شي چې د بندنونو د جوړولو په برخه کې له نویو او اغیزمنو کړنلارو او اطلاعاتو سره بلد شي او دغه شان هغه علمي ظرفیتونه چې په هېواد کې شته او د اوبو د ښه مدیریت لپاره منظم پروګرامونه لري، له نړیوالو سره به یې شریک کړي."

د اوبو د لویو بندونو نړیوال کمېسیون په دې وروستیو کې اعلان کړه چې افغانستان په وروستیو دوو کلونو کې، د اوبو د منظمو بندونو د جوړولو او د اوبو د ښه مدیریت له امله، توانېدلی چې د دغه کمېسیون غړی شي.

دغه نړیوال کمېسیون چې مرکز یې په پاریس کې دی، په ۱۹۲۸میلادي کال کې جوړ شوی دی.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د اوبو د لویو بندونو په جوړولو کې ایمني مسایلو، د بندونو اقتصادي اړخونو او د چاپېریال ساتنې د منفي اغیزو ارزونو ته پام کول، د دغه نړیوال کمېسیون هدفونه دي.

دغه نړیوال کمېسیون د خپلو کلنیو غونډو مجموعه او کنګره، په هرو درېیو کلونو کې یوځل جوړوي چې هدف یې، د نظرونو تبادله او د بندونو د جوړولو په صنعت کې د یاد کمېسیون د غړیو او نورو هېوادونو لاسته راوړنې وي.

د یادونې ده چې افغان حکومت په دې وروستیو کې د اوبو د بندو د جوړولو چارې جدي کړي دي.

د سلما او کجکي له بندونو څخه ګټه اخیستنه او د ځینو بندونو جوړول او بیارغونه، په دې برخه کې د افغان حکومت د هڅو ښې بېلګي دي.

ولسمشر غني: اوبه زموږ عزت دی او د عزت ساتل مو ملي هدف دی

کارپوهان: د هلمند سیند په اړه د موسی شفیق لاسلیک شوې معاهده دې پلې شي

خو د دغو بندونو جوړول له یو لړ حساسیتونو سره مخ شوي دي، لکه د ایران ولسمشر چې څه موده وړاندې وویل، د افغانستان د اوبو د بندونو د جوړولو پر وړاندې به، بې تفاوته پاتې نه شي.

په ورته وخت کې داقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي، افغانستان باید په دغه کمېسیون کې له غړیتوب څخه، ښه ګته پورته کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې اذرخش حافظي وايي:

اذرخش حافظي
اذرخش حافظي

"دا چې افغانستان د دغه کمېسیون غړیتوب ترلاسه کړ، دا ډېر مهم دی، ځکه موږ ډېرې ستونزې لرو، حال داچې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د اوبو سیاست پرمختللی دی، هغه اوبه چې له افغانستان څخه تېرېږي او له افغانستان څخه سرچینه اخلي، دقیقه حق ابه یې ټا کل شوې نه ده، خپلې ګټې مو هم نه دي تعریف کړي او د ځان لپاره مو د خپلو اوبو اندازه هم نه ده معلومه کړې."

ښاغلی حافظي وايي، افغانستان په دغه کمېسیون کې د غړیتوب له امله کولی شي چې د بندونو د جوړولو دوامدار سیاست او پراختیا او د اوبو د ښه مدیریت چارې زده او له ګاونډیانو سره د اوبو حق مسائل په ښه توګه مدیریت کړي.

بل خوا بیا د ولسي جرګې غړی امان الله پیمان وايي، د دې وخت رسېدلی چې د اوبو په برخه کې د ځینو هېوادونو د لاسوهنو مخه ونیول شي او د اوبو حق مسایل حل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG