د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

عثماني: د اوبو د منابعو د مدیریت له پروګرامه دې جدي ملاتړ وشي


د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، د اوبو د شاوخوا ۴۰ بندونو د پروژې جوړونې کارونه بشپړ شوي دي.

علي احمد عثماني چې د دوشنبې په ورځ یې د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې د اوبو د اهمیت په اړه څرګندونې کولې وویل، حکومت هڅه کوي چې اوبه مدیریت کړي او باید په کور دننه له دغو پلانونو ملاتړ وشي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علِ احمد عثماني
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علِ احمد عثماني

نوموړی وايي:

"باید د افغانستان د اوبو د منابعو د مدیریت له پروګرامه جدي ملاتړ وشي، توپير نه‎کوي چې څوک د اوبو او انرژۍ وزیر دی وزیر له صلاحیت او ملاتړ پرته هېڅ ډول کار نه‎شي کولای."

ښاغلي عثماني زیاته کړه، د نوې مطالعې له مخې افغانستان ۴۰ میلیارده متره مکعبه د ځمکې د سطحې اوبه لري او د ځمکې لاندې اوبو د معلوملو لپاره څېړنې لا نه‎دي بشپړې شوي.

د اوبو او انرژۍ وزیر دغه شان وویل چې په ایران کې له اوبو ناوړه ګټې اخېستنې او د چاپيرالي ستونزو له امله دغه هېواد د اوبو له کمښت سره مخ دی، خو ایران باید د اوبو له ابزاري ډپیلوماسۍ څخه کار وا نه خلي.

د ده په خبره ایران له افغانستان سره د اوبو د مشترکو حوزو اوبه کنټرول کړي او لسګونه بندونه یې پرې جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه نیمې اوونۍ وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې په یوه نړیوال کنفرانس کې ویلي و چې د کمال خان، کجکي او سلما بندونو د جوړېدو پر وړاندې بې ‌تفاوته نه‎‎شي پاتې کېدای.

د ښاغلي روحاني دغو څرګندونو د افغان حکومت، سیاسي کړیو، شخصیتونو، مدني ټولنو او خلکو تُند غبرګونونه راوپارول.

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د ښاغلي عثماني له څرګندونو وروسته وویل چې ملي ګټو ته په کتو دوی د افغان حکومت له هغو هڅو ملاتړ کوي چې غواړي د اوبو منابع مدیریت کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي
د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"زه د ولسي جرګې په استازیتوب د هېواد د ملي ګتو څخه د دفاع لپاره د اوبو له ښه مدیریته چې د افغانستان د ملت پانګه ده د وزیر صاحب له غوښتنو ملاتړ کوم."

د حقوقي چارو افغان کارپوهان هم په دې نظر دي چې افغان حکومت د خپلو اوبو د مدیریت حق لري او په دې برخه کې یې د ایران د ولسمشر حسن روحاني وروستۍ خبرې د افغانستان په چارو کې د نوموړي ښکاره لاس وهنه ګڼلې وه.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG