د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

هېواد: افغان حکومت د اوبو مدیریت لپاره پياوړې اراده لري


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د اوبو د مدیریت په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هېواد:

د هېواد د دولتي ورځپانې د سرمقالې عنوان دی افغان حکومت د اوبو د بنسټیز مدیریت لپاره پياوړې اراده لري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي حکومت د اوبو او پرې د لویو او وړو بندونو د جوړولو لپاره پراخ پلانونه لري او هڅې یې دادي چې اوبه مهار، مدیریت او په ښه توګه پرځمکو ولګول شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور د اوبو له مدیریت څخه هدف دادی چې افغانستان پرځان بسیا او پر یو تولیدي هېواد بدل شي.

انیس:

انیس ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله په غټو ټکو لیکلي د کمال خان بند نه یوازې د نیمروز اوسېدونکو لپاره بلکې د ټول افغانستان لپاره ویاړ دی.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د اوبو د بندونو جوړول افغان ولس ته تازه هیلې وربخښلې دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي له نېکمرغه په دې وروستۍ لسیزه کې د بندونو د جوړولو لپاره اقدامات شوي چې له یو خوا دغه بندونه شاړې ځمکې خړوبه وي او له بلې خوا برېښنا چې د صنعت لپاره مهم اصل دی تولیدوي.

د انیس د سرمقالې د لیکوال په باور کله چې صنعت او زراعت وده وکړي، بېکاري له منځه ځي چې د بېکارۍ له منځه وړل په امنیت هم مثبت تاثیر اچوي.

اصلاح:

اصلاح ورځپانې د کمال خان بند د دریم فاز د افتتاح په مراسمو کې د ولسمشر غني څرګندونې راخیستې چې ویلي دي افغان حکومت د بنسټیزو او اقتصادي پروژو پلي کېدو ته پياوړې اراده لري.

د اصلاح په سرمقاله کې یادونه شوې کمال خان بند چې د دریم فاز کار یې ولسمشر افتتاح کړ، کار به یې په ۴۲ میاشتو کې بشپړ شي، ۹ میګاواټه انرژي به تولید او شاه خوا ۸۰ زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.

XS
SM
MD
LG