د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

د کونړ والي: ډېر ژر به پر کونړ سیند د بند جوړولو سروې پيل شي


د کونړ والي وايي، د کونړ پر سیند د برښنا بندونو د جوړولو قرارداد د یوې چینايي کمپنۍ سره لاسلیک شوی او په نېږدې راتلونکي کې به‌یې د سروې او ورپسې عملي چارې پیل شي.

له تېرو څو کلونو د افغان حکومت مشرانو د کونړ له اوسېدونکو سره ډېرې ژمنې کړي چې د کونړ پر سیند به د اوبو او برېښنا بندونه جوړوي چې په برکت به‌یې په زرګونه میګاواټه برېښنا تولید او په برکت به‌يې هېواد صنعتي شي.

څو ځله‌يې سروې هم شوې، خو تر دې دمه‌يې د بندونو جوړولو عملي چارې نه‌دي پیل شوي.

خو اوس د کونړ والي وحیدالله کلیمزی وايي چې د چین یوې ساختماني کمپنۍ سره د کونړ پر سیند د اوبو او برېښنا د بندونو د جوړولو قرارداد لاسلیک شوی او ډېر ژر به‌يې د سروې کارونه شروع شي.

وحیدالله کلیمزی
وحیدالله کلیمزی

نوموړي زیاته کړه:

"د دومره مشکلاتو سره سره بیا هم خوشبختانه دغه توافق‌نامه لاسلیک شوې ده، موږ ته په چین کې دا اطمینان راکړل شوی. بې‌قید او شرطه به ان‌شاءالله په لومړي قدم کې د دغو بندونو مطالعه او سروې کېږي البته دابه شپږو میاشتو کې وي او له هغه وروسته به‌یې عملي چارې پیل کېږي."

والي وايي، ولسمشر غني هم ورته ډاډ ورکړی چې د کونړ پر سیند د بندونو جوړولو کار نور د مرستندویانو کمکونو ته نه‌شي ځنډولی بلکې د یادو بندونو لپاره‌يې په سم لاسي ډول ۷۰۰ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.

"د افغانستان ولسمشر ماته په دې برخه کې اطمینان راکړی چې د دغه بند د جوړولو برخه کې د هېڅ یو هېواد مرستو ته نه منتظر کېږو، بلکې د کونړ په سیند د بندونو د جوړولو لپاره ۷۰۰ میلیونه امریکايي ډالر بودجه ځانګړې شوې ده، ډاډه اوسئ چې په دغو بندونو به عملاً کار شروع کېږي."

د کونړ اوسېدونکي وایي، له دوی سره د سیند له اوبو څخه د ګټې اخیستنې لپاره ډېرې ژمنې شوي، پخواني ولسمشر کرزي هم دغه ژمنې څو ځله تکرار کړې، خو تر اوسه د بند د جوړولو په نوم چېرته تیږه هم له یوځای څخه بل ځای ته نه‌ده خوځېدلې او اوس چې ولسمشر غني کومې هڅې پیل کړي دوی يې ملاتړ کوي او ترې غواړې چې د بندونو جوړولو باندې عملې کارونه پیل کړي:

"نوم مې صفي الله دی، د ولسمشر کرزي په وخت کې د کونړ خلکو او چارواکو سره ډېرې وعدې شوي چې د کونړ پر سیند د برېښنا ډم جوړ کړو، خو تر اوسه‌يې درک نه‌لګېږي، اوس چې ولسمشر غني دې خبرې ته پام کړی او ورته‌يې ۷۰۰ میلیونه امریکايي دالر ځانګړي کړي دي، موږ ترې مننه کوو او ترې غواړو چې ژر تر ژره پرې عملي کارونه پیل شي."

کونړ سیند
کونړ سیند

ازادي راډیو د اوبو او برېښنا له پخواني وزیر اسماعیل خان سره څو ځله د کونړ پر سیند د برښنا د بندونو د جوړولو او د یاد سیند د اوبو د قوت په اړه مرکې کړي، هر ځلې اسماعیل خان خلکو ته ډاډ ورکړی و چې په نېږدې راتلونکي کې به د کونړ پر سیند د بندونو رغولو چارې پیل شي یو ځل خو يې لا دا هم ویلي و چې دوی د دغه سیند څو ځایه سروې کړې چې یوازې په شپږو نقطو کې به پرې د بندونو جوړېدو سره ۷۵۰۰ میګا واټه برېښنا ترلاسه شي.

اسماعیل خان او ورسره ولسمشر کرزی دواړه له واکه لیرې شوه، خو په دومره اوږده موده کې دواړو خپلې کړې ژمنې پوره نه‌کړې، خو اوس چې خلک د ولسمشر غني کارونو ته ګوري نو هیله‌مند دي چې د کونړ په سیندونو به د اوبو او برېښنا ګڼ بندونه ورغوي او له دې پرېمانه اوبو به پوره ګټه پوره کړي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG