د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

د ولسي جرګې ځیني غړي د اقتصاد او سوداګرۍ په وده کې د ترکمنستان رول مهم بولي


د اتامرات د ریل پټلۍ - اقینه
د اتامرات د ریل پټلۍ - اقینه

ترکمنستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له سفر سره په یو وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا او تجارت کې د ترکمنستان رول ډېر مهم بولي.

ترکمنستان ته د ولسمشر غني سفر ته په اشارې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د کابل او عشق‌اباد ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتېدل کولای شي د افغانستان د اقتصادي ستنو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولري.

د دغې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون یو غړی سید علي کاظمي وايي، ترکمنستان په تېره کې د افغانستان په اړه دوستانه سیاست درلود او له دې هېواد سره د اړیکو پراخول د افغانستان اقتصاد ته ګټه رسوي.

ښاغلي کاظمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۲» ازادي راډيو ته وویل چې کابل باید په سوداګریزه او ټرانسپورتي برخه کې له عشق‌اباد سره پراخې ستراتېژیکې اړیکې ولري.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون یو غړی سید علي کاظمي
د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون یو غړی سید علي کاظمي

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان کولای شي چې له ترکمنستان سره روښانه او تعریف شوې اړیکې ولري، دا اړیکې کېدای شي د نفتو، ګازو او همدا شان د رېل پټلۍ په برخه کې چې یاد هېواد په‌کې تخصص لري تأمین شي، ترکمنستان په تېره کې هم له افغانستان سره نېکې او ښې او اړیکې درلودې او په اوس وخت کې افغانستان اقتصادي پراختیا ته اړتیا لري چې باید پاملرنه ورته وشي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې د ورځې په ماښام د یو لوړ رتبه افغان پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان مرکز عشق‌اباد ته ورسېد.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي چې په‌دې سفر کې به د ښاغلي غني او ترکمنستاني سیال قربان‌قلي بردي محمدف ترمنځ همدا شان د ستراتېژیک مشارکت تړون هم لاسلیک شي.

ښاغلی چخانسوري وايي چې هوايي ټرانسپورتي خدماتو ته د زمینې د برابرولو تر څنګ به د اوسپنې، نفت او ګازو او فرهنګي او ګمرکي برخو کې به د دوه اړخیزو همکاریو سندونه هم لاسلیک شي.

د ولسمشر مرستیال ویاندې دُرانۍ وزیرې هم ازادي راډيو ته وویل، د کابل او عشق‌اباد ترمنځ په ستراتېژيک تړون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کېږي، خو په‌‌دې برخه کې يې نور جزئیات ورنه‌کړل.

په ټوله کې ترکمنستان زموږ د اقتصاد لپاره ځانګړی اهمیت لري.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي چې اوس‌مهال د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه له دوه میلیارده ډالرو زیاته شوې ده.

د دې خونې مرستیال خان‌جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې له ترکمنستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتېدل، د افغانستان د اقتصاد په غوړېدا کې مرسته کوي.

د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال خان‌جان الکوزي
د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال خان‌جان الکوزي

نوموړی وايي:

"ترکمنستان سره زموږ سوداګریزه راکړه ورکړه د پانګې اچونې او په ټرانزیتي او سوداګرۍ په لحاظ ځانګړی اهمیت لري او زموږ پر هېواد خاص تأثیر لري، دلته بهبود راولي، دلته ظرفیتونه پیدا کېږي، دلته اقتصاد مخ پر وړاندې ځي، په ټوله کې ترکمنستان زموږ د اقتصاد لپاره ځانګړی اهمیت لري او له دې هېواد سره په ښو اړیکو زموږ سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم غوړېږي او پرمختګ په‌کې رامنځته کېږي."

افغانستان او ترکمنستان اوس‌مهال مهمې اقتصادي پروژې ترلاس لاندې لري له ډلې يې د ټاپي پروژه چې له ترکمنستانه پاکستان او هند ته ګاز لېږدوي د یادولو وړ ده.

همدا شان څه موده وړاندې د لاجوردو لار چې د ترکمنستان له لارې ترکیې او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان لاسرسی پیدا کوي هم د ګټې وړ ګرځېدلې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې ویلي چې افغانستان اوس‌مهال د سوداګرۍ په برخه کې په پاکستان تکیه نه‌لري او د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره‌يې د سوداګریزې راکړې ورکړې ښه دهلېزونه پرانیستي دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG