د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

طالبانو ته د چین نږدې کېدل؛ ځینې کارپوهان: د چین هدف د کانونو څخه ګټنه ده


د طالبانو او چین بیرغونه
د طالبانو او چین بیرغونه

د طالبانو حکومت او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ټيلیفوني خبرو کې د همکاریو پر پياوړتیا او د ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د چین د بهرنیو له چارو وزیر کین ګانګ د شنبې په ورځ سره خبرې کړې دي.

په دغو خبرو کې په افغانستان کې د چینايي کارکوونکو د امنیت په خوندیتوب، ترهګرۍ سره د میارزې او د دواړه هېوادونه ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او ډیپلوماټيکو اړیکو په پراختیا ټینګار شوی دی.

امیرخان متقي په دغو خبرو کې ویلي، چېن د افغانستان په بهرني او نړیوال سیاست کې ځانګړی رول لري او دوی پرې باور لري.

هغه د امو د حوزې نفتي تړون دواړو هېوادونو ته یو ښه پرمختګ ګڼلی ویلي، دا به د دواړو لوریو پر سوداګریزو اړیکو ښه اغېز ولري.

نوموړي دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت د سیمې د امنیت او ثبات لپاره هڅې کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

امیرخان متقي د کرنې په برخه کې هم د چین همکارۍ مهمې بللي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په دې اړه یوې خبري غونډې ته وویل: "پرون مې د چین د بهرنیو چارو وزیر سره څه کم یو ساعت ټیلیفوني خبرې وکړې او ټوله خبر په دې څرخېده چې څنګه سره همکاري وکړو، څنګه په افغانستان کې پانګونه وشي، څنګه په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګښت رامنځته شي. په ځانګړې ډول د کرنې په برخه کې مې تفصیلي خبرې ورسره وکړي، ما ورته وویل چې تاسو د کرنې په برخه کې تجربه لرئ او مسلکي کادرونه او امکانات هم لرئ، تاسو کولای شئ له موږ سره همکاري وکړی."

د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګانګ
د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګانګ

دا خبرې داسې مهال تر سره کېږي چې چین پر افغانستان طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د نورو هېوادونو برخلاف له دوی سره ښې اړیکې ساتلي او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی افغانستان سره اوږد مهاله اړیکو ته ارزښت ورکوي او د یاد هېواد خپلواکۍ ته درناوی کوي.

کین ګانګ امیر خان متقي سره په خبرو کې دا هم ویلي چې چین د طالبانو حکومت په کورنیو مسایلو کې مداخله نه کوي او په افغانستان کې د نفوذ په لټه کې نه دي.

خو د سیاسي چارو پوهان له دې ډلې احمد سعیدي په دې ادعا کوي وايي، چین هڅه کوي په افغانستان کې خپل اقتصادی هدف ته ورسېږي او دا چې ترهګرۍ سره په مبارزه یې هم ټینګار کوي د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره یې دی.

هغه وویل: "چین خپل د اقتصادي اړیکو په فکر کې دی او غواړي د دغه فرصت څخه په استفادې د افغانستان له اقتصاد، له زېرمو او د خامو موادو او هر څه چې لري ترې استفاده وکړي او خپل سوداګریز کارونه د دغه اړیکو څخه په استفادې مخته بوځي او دا چې چین د امنیت او د ترهګرۍ په موضوع ټینګار کوي. د دوی اصلي موخه د خپلو انجنیرانو خوندیتوب دی، چین د افغانستان د ښه کېدو هدف نه لري."

سعیدي په داسې حال کې دا خبره کوي چې د ډسمبر په ۲۲ د کابل د شهرنو په یو هوټل کې پر یو چینايي هوټل خونړی برید وشو او د پیکنګ په وینا شاوخوا ۵ تنه چینايي اتباع چې په دې هوټل کې مېلمانه وه، په کې ټپیان شول.

خو د کابل ایمرجنسي روغتون بیا وویل، چې په دغه پېښه کې درې تنه وژل شوي او اتلس تنه ټپیان شوې دي.

احمد سعیدي
احمد سعیدي

سعیدي دا ادعا هم کوي وایي، په افغانستان کې د بشر حقونه، د ښځو ازادي او ښځو د حقونو نقض اصلاً چین ته ارزښت نه لري.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندو دروازو تر شا د افغانستان په اړه بحث کاوه او د رايو په اکثریت سره یې له طالبانو وغوښتل چې د دوی په ټکو پر افغان ښځو لګول شوي ظالمانه محدودیتونه لرې کړي، چین او روسیه چې د امنیت شورا دایمي غړي دي، منفي رایه یې ورکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG