د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

يو خصوصي شرکت د لوګر په صنعتي پارک کې د اوسپنې ويلې کولو فابريکه جوړوي


د لوګر صعنتي پارک
د لوګر صعنتي پارک

په لوګر کې یو خصوصي شرکت په پام کې لري، چې په لومړي ځل د دې ولایت په صنعتي پارک کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوسپنې د ویلې کولو په یوه فابریکه پانګونه وکړي، چې زرو کسانو ته به په‌کې دایمي کارموندنه وشي.

د لوګر صنعتي پارک چې په محمداغې ولسوالۍ کې کابل سره په پنځلس کیلومترۍ کې جوړ شوی، پنځه سوه جریبه مساحت لري او له مخکې په‌کې د فابریکو او کارخانو د جوړولو لپاره څه نا څه اسانتیاوې برابرې شوي دي.

چارواکي له نورو پانګه‌والو هم غواړي، چې د دې ځای مناسبو شرایطو ته په کتو دې پانګونه وکړي.

د لوګر د صنعت او سوداګری امر محمد سرور حقاني ازادي راډیو ته وویل: "ډېرو شرکتونو مراجعه کړې ده، دوی غواړي په دې ځای کې ورته ځمکې ورکړل شي، چې له دې جملې یو هم د رحیم ګردیزي شرکت دی، چې دلته يې دېرش جریبه ځمکه انتخاب کړې ده، دوی دلته شل میلیونه ډالره پانګونه کوي او زرو کسانو ته د کار زمینه برابریږي، دا پارک زموږ د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده."

د لوګر په صنعتي پارک کې د فابریکو د جوړولو بهیر پیلیږي
د لوګر په صنعتي پارک کې د فابریکو د جوړولو بهیر پیلیږي

بل لوري ته ځايي خلک دا کار ستايي او له حکومت، نړیوالو بنسټونو او پانګه‌والو غواړي، چې ځوانانو لپاره کاري فرصتونه ډېر کړي.

د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکی امین الله وايي: "موږ د دې پارک جوړولو ته خوشاله یو، کار به پیدا شي، ځوانانو وزګارتیا به ختمه شي، همدا اوس موږ ټول بې‌کاره یو، هېڅ کار نه‌شته، په دې سره به سیمه ښکلې او اباده شي، موږ غواړو چې دا کار ژر وشي او دا پارک فعاله شي."

"موږ د دې پارک جوړولو ته خوشاله یو، کار به پیدا شي

د لوګر یو بل اوسېدونکی اصیل خان احمدزی وايي، دولت باید بیارغونې او خلکو لپاره د کارموندنې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.

دی وايي، د مس عینک په شان لوی کانونه باید استخراج شي، تر څو له یوې خلکو ته اوږدمهاله کارموندنه وشي او بل لوري ته د خلکو او حکومت اقتصاد پیاوړی شي.

اصیل خان وايي، ډېری ځوانان د بې‌کارۍ له لاسه وطن پرېښودو ته اړیږي او مسافرتونو ته ملاوې تړي.

د لوګر صنعتي پارک
د لوګر صنعتي پارک

بل لوري ته د لوګر ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت په صنعتي پارک کې يې ډېری اسانتیاوې برابرې کړي او دوی به د پانګه‌والو غوښتنو ته په کتو نورې اړینې اسانتیاوې هم برابروي.

"په پارک کې پانګه‌والو ته پوره اسانتیاوې شته

د لوګر د محمداغې ولسوال مولوي میرهاشم حزب الله وویل: "په پارک کې پانګه‌والو ته پوره اسانتیاوې شته، له دوی مو هیله داده چې د صنعت او کرنې په برخه کې پانګونه وکړي، د افغانانو اقتصادي لاس‌نیوی وکړي او موږ سره د هېواد په ابادولو کې اوږه په اوږه برخه واخلي."

که څه هم د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې نږدې اته کاله مخکې دا سیمه د صنعتي پارک لپاره ځانګړې شوې وه او څه نا څه کارونه هم په‌کې شوي وو، خو د امنیتي ګواښونو له کبله په کې پانګه‌والو پانګونې ته زړه نه‌شو ښه کولای.

د لوګر په امتداد پراته په پکتیا او خوست ولایتونو کې هم صنعتي پارکونو ته ځمکې ځانګړې شوي او پانګه‌وال يې په پرله‌پسې توګه د فعالېدو غوښتنه کوي، خو تر اوسه قومي او ټولنیزو ستونزو د یادو صنعتي پارکونو د فعالېدو مخه نیولې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG