د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

سوداګر: پکتیا کې لا هم د صنعتي پارک د جوړېدو او وېش چارې په ټپه ولاړې دي


پانګوال وايي د پکتیا د صنعتي پارک د جوړېدو چارې لا هم په ټپه ولاړې دي
پانګوال وايي د پکتیا د صنعتي پارک د جوړېدو چارې لا هم په ټپه ولاړې دي

په پکتیا کې له نږدې یوې لسیزې وروسته لا هم د صنعتي پارک د جوړېدو او وېش چارې په ټپه ولاړې دي.

د پکتیا سوداګر او پانګه وال وایي، له څو ځلي ژمنو سره- سره مرکزي او ځایي ادارې لا هم د صنعتي ښار ګوټي په جوړېدو او دوی ته د ځمکې په ورکړې نه دي بریالي شوي.

صدیق خان اووه کاله وړاندې په پکتیا کې د رخت جوړولو فابریکه جوړه کړه وایي، د صنعتي پارک د نه جوړېدو او په ښار کې د افغاني توکو لپاره د مارکېټ د نشتوالي له امله په ډېرو ستونزو اوسنی کار پرمخ بیایي.

ښاغلی خان وايي: "د صنعتي پارک وعده یې کړې، خو تر اوسه ورک دی، موږ کله یوځای قرارداد کوو، کله بل ځای چې کوم ځای مشهور شي، بیا یې مالک کرایه لوړه کړي، په بازار کې نورو هېوادونو تولیدات خلک اخلي، اخر دېته مجبور شوي یو چې فابریکه مې ودریږي."

ځايي چارواکي وايي ددې صنعتي پارک په اړه له والي او کابل کې له چارواکو سره غږیدلي.
ځايي چارواکي وايي ددې صنعتي پارک په اړه له والي او کابل کې له چارواکو سره غږیدلي.

دی وایي، له نږدې یوې لسیزې وروسته بیا هم په صنعتي ښار ګوټي کې د فابریکې د جوړولو لپاره د یوې ټوټې ځمکې د ورکړې ژمنه ورسره نه ده عملي شوې او له چارو یې داسې ښکاري چې لا به هم کلونه نور انتظار پاتې شي.

په پکتیا کې د صنعت او کانونو د خونې مشر فضل الدین جلالزي ازادي راډیو ته وویل چې له ګڼو نورو پانګه والو سره یو ځای یې په ځلونو د صنعتي پارک د جوړېدو او وېش موضوع د پکتیا له ځایي چارواکو او په مرکز کابل کې له اړونده ادارو سره شریکه کړې، خو لا یې هم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

جلالزي زیاته کړه: "والي صیب سره مو مخامخ دا موضوع شریکه کړه، هغه ژمنه وکړه او بیا موږ پانګه والو د سوداګرۍ له وزیر سره دا موضوع یاده کړه هغه وویل چې تعقیبوم یې او والي صیب ته مکتوب ته لېږم."

د پکتیا د دغه صنعتي ښارګوټي د جوړېدو لپاره په ۱۳۹۱ کال کې د ځمکې د تصفیې حکم ورکړل شوی او په ۱۳۹۳ کال کې د څلور دیوالۍ د جوړېدو حکم ورکړل شو.

خو کلونه وروسته د تېر ۱۳۹۹ کال د حمل میاشتې په ۲۵ مه نېټه د دیوال د جوړېدو چارې پیل شوې چې تردې دمه یې ۴۰ سلنه چارې مخکې تللي او اوس مهال د ټولنیزو ستونزو له امله یې چارې له تېرو څو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړې دي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، د صنعتي پارک د جوړېدو موضوع یې په لومړیتوبونو کې ده او دا مهال یې د تدارکاتو چارې روانې دي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي

ښاغلي فدايي زیاته کړه: "زموږ له لوري ټول کارونه نهایي شوي، څه تخنیکي او ټولنیزې ستونزې یې درلودې، اوس د دې پارک د دیوال جوړولو په ګډون دا پروسه په ملي تدارکاتو کې ده چې د واحد عملیاتي یا پرمختیایي شرکت له لوري به یې دې کال کې کارونه پیل شي."

په پکتیا کې د دغه صنعتي ښارګوټي لپاره اوس مهال یو زرو یو جرېبه ځمکه ځانګړې شوې چې د چارواکو په وینا د اړتیا پر مهال نوره ځمکه هم ورته بېلولی شي.

د پکتیا ځایي چارواکي وایي، د حقوقي ستونزو له حل وروسته به په دې پارک کې د دوه سوه نهه اتیا لویو او کوچنیو فابریکو د جوړېدو لپاره به پر پانګه والو د اړتیا وړ ځمکه ووېشل شي.

XS
SM
MD
LG