د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

طالبانو په تهران کې د افغانستان سفارت لپاره شارژدافېر او ډيپلوماتان وټاکل


ايران کې د افغانستان سفارت
ايران کې د افغانستان سفارت

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د فضل محمد حقاني په مشرۍ ۷ کسیز ټیم په تهران کې د افغانستان د سفارت د چارو د تسليمېدو په موخه ایران ته استولی دی.

د دې وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، نن به په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې د دوی له‌خوا ټاکل شوي شارژدافېر ته وسپارل شي.

نوموړي ويلي: "د دې لپاره چې په ایران کې د مېشتو افغانانو لپاره د سفارت په خدماتو کې خنډ او ځنډ را نه‌شي، د بهرنیو چارو وزارت نن پرېکړه وکړه چې نن سهار له کابل څخه د مجربو ډیپلوماټانو اووه کسیزه ټیم تهران کې د افغانستان سفارت ته واستوي، څو د نوي شارژدافېر تر څنګ خپلو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي."

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د فضل محمد حقاني پرته د دې کسانو نوم‌لړ نه‌دی خپور کړی او نه یې هم دا ویلي چې، په ډیپلوماتیکو چارو کې یې تجربه او زده‌کړې یې په کومه برخه کې او چېرته تر لاسه کړې دي.

طالبانو دا هم نه‌دي ویلي، چې ایا نويو استول شویو کسانو کې د بهرنیو چارو وزارت د جمهوري نظام را پاتې ډیپلوماټان شته او که یوازې یې د خپلې ډلې کسان دي.

په تهران کې د افغانستان سفارت پخواني ډیپلوماټانو پرون د دې سفارت ودانۍ تخلیه کړه او ټول ترې په ډله‌ییز توګه ووتل.

دوی ویل، ایران ترې غوښتي چې له سفارت ووځي، ځکه دوی یې طالبانو ته د تسلیمۍ پرېکړه کړې ده.

په ایران کې د افغانستان پخوانیو ډیپلوماټانو دا کار د افغانستان په چارو کې لاسوهنه او د ډیپلوماټیک عُرف خلاف وباله، خو په کابل کې د ایران سفارت نن سهار په خپله ټویټرپاڼه دا د افغانستان کورنۍ مسله وبلله او زیاته یې کړه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې هیڅ ډول مداخله نه‌ده کړې.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا د ایران له‌‌‌خوا طالبانو ته په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل د دوی او ایران ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو کې مهم او مرستندوی ګام بولي.

د طالبانو په تېره واکمنۍ کې د ایران او افغانستان اړیکې خړې پړې وې، دا ځکه چې طالبانو د ۱۹۹۸ کال په اګست کې مزارشریف ته د ننوتلو پر مهال ۸ ایراني ډيپلوماتان ووژل.

د طالبانو حکومت تهران ته د خپلو ډیپلوماتانو لیږل، د ایران او افغانستان د اړیکو لپاره مثبت ګام یاد کړی دی.

داسې نا تایید شوي راپورونه هم شته چې نن به په ترکیه کې هم د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپارل شي، خو طالبانو رسما په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

له دې وړاندې پاکستان، چین، قطر او د مرکزي اسیا یو شمېر نورو هېوادونو هم سفارتونه طالبانو ته سپارلي، خو له دوی یو هېواد یې هم د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

طالبانو همدا ډول په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د خپلولو لپاره سهیل شاهین ټاکلی، خو دا غوښتنه یې څو ځل رد شوې ده.

اروپايي او ځینو نورو هېوادونو هم طالبانو ته د افغانستان د سفارتونو له سپارلو ډډه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG