د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي


د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست وروستیو څرګندونو ته چې د دوی د نظام هر ډول مخالفان یې واجب القتل بللي وو، په غبرګون کې ځینې افغان فعالان او سیاستوال وايي، دا ډول څرګندونې او پرېکړې په مستبدو نظامونو کې کېږي چې خلکو ته حتی د نیوکې حق هم نه ورکوي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د شنبې په ورځ په کندهار کې یوې غونډې ته ویلي، هغه کسان چې د دوی د حکومت پر وړاندې په قلم، ژبه او عمل مخالفت کوي، واجب القتل دي.

نوموړي سره له دې چې له مخالفانو غوښتنه کړې چې له مخالفته لاس واخلي او د حکومت ملاتړ وکړي، ګواښ یې هم کړی که دوی مخالفت ته دوام ورکړي نو وبه ځپل شي.

هغه ویلي: "د نظام تخریبونکي هغه که په ژبه باندې وي، که په قلم یا هم په عمل کې وي، بغاوت پرې پلی کېږي او واجب القتل دي."

دې څرګندونو ته په غبرګون کې افغان سیاستواله شکریه بارکزۍ وايي، د طالبانو د چارواکو لخوا دا ډول څرګندونې ښيي چې دوی د سالمو نیوکو د اورېدو زغم هم نه لري.

شکریه بارکزۍ
شکریه بارکزۍ

اغلې بارکزۍ ازادي راډيو ته وویل: "دا د طالبانو اصلي څېره خلکو ته ښيي چې دوی حتی د یوې سالمې نیوکې په اورېدو هم راضي نه دي او د دوی لپاره د خلکو وژل او واجب القتل اعلانول چې نه محکمه ده، نه فتوا ده او نه کوم باصلاحېته کس دی، دا په دې معنی ده چې هر طالب ځان ته خپله مفتي دی، خپله فتوا ورکوي او خپله خبره د خلکو د وینو په تویولو او تاوتریخوالي عملي کوي."

د جرمني په لایبزیک پوهنتون کې افغان څېړونکي او د کابل پوهنتون د ژونالېزم پوهنځي مخکېنی استاد حامد عبیدي وايي، دا د ولسواکو او جمهوري نظامونو ځانګړنه ده چې خلک په کې د اصلاح په خاطر نیوکې کوي، خو په خبره یې، په مستبدو نظامونو کې بیا نیوکو او مخالفت ته ځای نه شته.

عبیدي وویل: "د استبدادي نظامونو بدوالی دا دی چې نیوکه په جرم ګڼل کېږي او که څوک نیوکه کوي، هغه به مجرم وي. له بده مرغه موږ ګورو چې د طالبانو اداره استبدادي چلند کوي او د نیوکو پر وړاندې ډېر سخت چلند کوي."

عبیدي همدا شان وايي، د لوړو زده کړو وزارت غیرسیاسي اداره ده او ټول تمرکز یې باید په دې وي چې څنګه ښه فکر تولید او ښه کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي، خو د نوموړي په خبره د لوړو زده کړو وزارت اوسنی سرپرست تر ډېره په سیاسي مسایلو کې ښکېل دی.

د دې ترڅنګ یو شمېر پخوانیو چارواکو هم د ندا محمد ندیم په خبرو غبرګون ښودلی.

په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت عمومي مشر رحمت الله نبیل ښاغلي ندیم ته په خطاب کې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي دي، په هغه صورت کې به په طالبانو څوک نیوکه ونه کړي چې نور خلک ونه ځوروي او وې نه وژني، ټولو ته یې خپل حقونه ورکړي او په خپلو پرېکړو وطن نور د تیارو لور ته بو نه ځي، له دې ورهاخوا د ښاغلي نبیل په باور له طالبانو سره جوړجاړی ناممکن دی.

په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت عمومي مشر رحمت الله نبیل
په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت عمومي مشر رحمت الله نبیل

په تېر جمهوري حکومت کې د پکتیا والي محمد حلیم فدايي هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې د ندامحمد ندیم وینا او فتوا د اسلام خلاف ده.

هغه غوښتنه کړې چې طالبان دې د قدرت لپاره دین نه تحریفوي، ځکه د نوموړي په خبره، دوی تر پیغمبر او صحابیانو سپېڅلي نه دي چې نیوکې پرې ونه شي.

د قاضي لودین په نوم یوه دیني عالم هم له ښاغلي ندیم غوښتي چې په خپلې فتوا بیا کتنه وکړي، ځکه د نوموړي په باور د انسانانو کرامت ته سپکاوی او د عمومي ازاديو سلبول تر ټولو لویه ګناه ده.

د ازادي رادیو خبریال د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد د ندا محمد ندیم د څرګندونو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې ورنه کړ.

د یادونې ده چې تر دې مخکې د طالبانو لخوا په کابل کې د دیني عالمانو په رابلل شوې ناسته کې هم یو طالب پلوي دیني عالم مولوي مجیب الرحمن انصاري چې وروسته په هرات کې ووژل شو، ویلي و، هغوی چې د طالبانو د حکومت په وړاندې وړوکی حرکت هم ترسره کوي، سرونه دې ترې پرې کړل شي.

په هرات کې طالب پلوی خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري چې د تېر میلادي کال په سپټمر کې د یوې چاودنې له کبله ووژل شو.
په هرات کې طالب پلوی خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري چې د تېر میلادي کال په سپټمر کې د یوې چاودنې له کبله ووژل شو.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په داسې حال کې د مخالفانو د ځپلو ګواښ کوي چې د بخښنې نړیوال سازمان د مارچ په لسمه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي و، طالبانو له بیا واکمنېد وروسته د بشري حقونو د سرغړونو او تاوتریخوالي یوه نوې دوره پیل کړې ده او په ډېر ډاډ بشري حقونه نقضوي.

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو هم په طالبانو تور لګولی چې افغانان یې له ګڼو بشري حقونو محروم کړي، خو طالبانو بیا تل دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG