د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د ښځو نړيواله ورځ؛ اروپايي ټولنې پر دوو طالب وزيرانو بنديزونه ولګول


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ د نړۍ په نورو برخو کې په خوښیو سره لمانځل کېږي، خو په افغانستان کې د نجونو او ښځو په اړه وضعیت بدل دی.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري په دې مناسبت پرون په یوه ټویټ کې ویلي: "د افغانستان په شپاړلسو ولایتونو کې تېره اوونۍ له ۴۵ افغان ښځینه مشرانو سره میټنګونه کړي."

د رینا امیري په وینا، دغو ښځو ویلي، په غیردولتي مؤسسو کې د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو پر کار بندیز، مدني ټولنه ډېره ځپلې ده.

مېرمن امیري لیکلي، په دې برخه کې د ښځو رهبري خورا مهمه ده او له ښځو سره د مدني ټولنو په رهبرۍ کې باید مرسته وشي.

په همدې حال کې اروپايي ټولنې د مارچ د اتمې په درشل کې د طالبانو پر دوو چارواکو: د لوړو زده‌کړو پر سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي بندیزونه ولګول.

رينا اميري
رينا اميري

د دې ټولنې د بهرني سیاست د مشر ویاندې، نبیلا مزرالي ازادي راډیو ته وویل، دوی په دې کار سره طالبانو ته څرګند پیغام ورکړ.

اغلې مزرالي وايي: "زموږ پیغام څرګند دی. طالبان باید بشري حقونو او د ټولو افغان وګړو اساسي ازادیو ته درناوی وکړي. موږ به تر خپله وسه ستاسو د افغان مېرمنو د حقونو لپاره په مبارزه کې ستاسو ملګرتیا وکړو."

طالبان باید بشري حقونو او د ټولو افغان وګړو اساسي ازادیو ته درناوی وکړي.

د اروپايي ټولنې له‌خوا د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو پر ځینو چارواکو او بنسټونو دا بندیزونه لګول شوي، چې د ښځو له حقونو په سرغړونه تورن دي.

د تازه بندیزونو له‌مخې دغو اشخاصو ته د ویزو ورکړه منع کېږي او شتمني یې کنګل کېږي.

په همدې حال کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف هم د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې په هغو ښځو کې خوارځواکي ۴۹ فیصده زیاته شوې چې یا امیندواره دي، یا هم ماشومانو ته شیدې ورکوي.

یونېسف وايي، دا وضعیت هغه وخت بدلېدای شي چې د ښځو او تنکیو نجونو د تغذیې پر پروګرامونو پانګونه وشي.

د میدان ښار پخوانۍ ښارواله او د ښځو د حقونو فعاله ظریفه غفاري وايي، افغان ښځو ته د مارچ د اتمې له کبله د مبارکۍ پر ځای تسلیت وايي.

ظریفه غفاری، شاروال سابق میدان وردک
ظریفه غفاری، شاروال سابق میدان وردک

اغلې غفاري وايي: "ځکه ټولې افغانې ښځې د بشر د حقونو نړیوالو سازمانونو تر سترګو لاندې له خپلو حقونو بې برخې دي. چېرې چې د ټولې نړۍ ښځې د مارچ پر اتمه په خپل ټولنیز ژوند کې له نارینه‌و سره د برابرو حقونو ترلاسه کول په ویاړ لمانځي، له بده مرغه چې په هماغه اندازه پر افغان ښځو محدودیتونه ډېرېږي."

طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې دوی د پوهنتون له تګ څخه هم منع کړې.

طالبانو چې ټینګار کړی، ښځو ته د شریعت په چوکاټ کې حقوق ورکوي، په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو او نجونو پر کار هم بندیز لګولی، چې پر دغو محدودیتونو یې په نړیواله سطحه انتقادونه شوي، خو دغو انتقادونو بیا هم د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو سخت چلند نه‌دی بدل کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG