د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

کندز کې د سوالګرو ښځو شمېر زیات شوی


کندز کې يوه سوالګره مېرمن
کندز کې يوه سوالګره مېرمن

ځینې ښځې د اقتصادي ستونزو او د خپلو کورنیو د سرپرست د نشتوالي له امله په کندز ښار کې خیرات ټولوي.

دوی وايي، که د طالبانو حکومت دوی ته د کار زمینه برابره کړي، سوالګري به پرېږدي.

له دغو مېرمنو یوه هم څلوېښت کلنه شاه جان ده چې وايي، زده کړې يې نه‌دي کړي او د کورنۍ د سرپرست د نشتوالي له کبله سوالګري ته اړه شوې ده.

نوموړې وايي: "زه کونډه یم او ۷ تنه یتیمان را له غاړې دي. د کورنۍ سرپرست نه‌لرم. مېړه مې مړ شوی دی. د بې‌وزلۍ له امله د کندز ښار په واټونو کې له سهاره تر ماښام پورې سوالګري کوم. د ورځې سل دوه سوه افغانۍ ټولوم او خپلو ماشومانو ته پرې ډوډۍ رانیسم."

"هره ورځ د ښار پر واټونو سوالګري کوم، خلک راسره لس روپۍ او پنځه روپۍ مرسته کوي.

د اته کسیزې کورنۍ مشره یوه بله پنځه څلوېښت کلنه ښځه چې فاطمه نومیږي، وايي د مجبوریت له وجې هره ورځ د کندز په ښار کې سوالګري کوي.

هغه وايي، چې ځینې ورځې د څلور پنځه ډوډیو پیسې پېدا کوي او ځینې ورځې خالي لاس خپل کور ته ځي.

دا مېرمن وايي: "هره ورځ د ښار پر واټونو سوالګري کوم، خلک راسره لس روپۍ او پنځه روپۍ مرسته کوي. ځینې ورځي تش لاس کور ته ځمه، د خلکو وضعیت هم ښه نه‌دی، زیات شمېر خلک راسره مرسته نه‌کوي. دولت باید د مستحقو ښځو ستونزو ته پاملرنه وکړي، ترڅو موږ په ښار کې سوال ونه‌کړو."

په کندز کې د سوالګرو ښځو شمېر زیات شوی دی
په کندز کې د سوالګرو ښځو شمېر زیات شوی دی

د کندز ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کورنیو د سرپرست نشتوالی، بې‌وزلي او اقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي، چې له امله یې په یاد ولایت کې د سوالګرو ښځو شمېر زیات شوی دی.

"خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او له همدې وجې دغه ښځي سوال کوي.

د کندز ښار یوه دوکاندار ګل نور ابراهیم خېل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او له همدې وجې دغه ښځي سوال کوي. په کندز ښار کې زښته زیات سوالګر موجود دي. دغلته چې خلک له ریکشاو څخه ښکته کېږي دوی یې له لمنو کلک نیسې چې لس روپۍ راکړه."

عبدالقدیر چې په کندز ښار کې هوټل لري وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې د ښځینه سوالګرو شمېر زیات شوی دی چې له کبله یې عادي خلک په تنګ شوي دي.

عبدالقدير ازادي راډيو ته وويل: "د پېرېدونکو پر ځاي سوالګر زموږ خواته زیات راځي. که یو نفر ډوډۍ خوړلو ته راشي، نو لس دولس سوالګرې ښځې ورپسې راځي. هر ورځ زما هوټل ته له ۵۰ تنو زیاتې سوالګرې ښځې راځي. سوالګرو ښځو ټول خلک یې په تنګ کړي دي."

کندز کې سوالګرې مېرمنې
کندز کې سوالګرې مېرمنې

دا په داسې حال کې ده چې، طالبانو د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو او نجونو پر کار بندیز ولګاوه.

د طالبانو دا ادعا چې په ځینو دفترونو کې حجاب نه مراعات کېده، ګڼو افغان ښځو رد کړې او ویلي یې دي چې دوی په حجاب کې خپلو دندو ته تللې.

د طالبانو دغه پرېکړه په نړیواله کچه له پراخ انتقاد سره مخامخ شوې ده.

د راپورونو له‌مخې په غیردولتي ادارو کې د ښځو د کار په اړه د طالبانو تر بندیز وروسته تر ۱۵۰ زیاتو مؤسسو په بشپړه یا قسمي توګه خپل فعالیتونه بند کړي دي.

له دې سره د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو ادارو ویلي چې، د افغانستان په ډېرو برخو کې اړو کسانو په ځانګړي ډول ښځو ته د بشري مرستو د رسولو بهیر ټکنی شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، افغانستان دا مهال په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخامخ دی او په وینا یې په دغه هېواد کې ۲۸ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG