د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

ځینې فارغې شوې نجونې: طالبانو د تحصیلي اسنادو اخیستل ستونزمن کړي


د افغانستان د پوهنې وزارت چې اوس د طالبانو په کنترول کې دی.
د افغانستان د پوهنې وزارت چې اوس د طالبانو په کنترول کې دی.

په داسې حال کې چې د افغان نجونو او ښځو پر مخ لا هم د زده کړو دروازې تړلي دي له ښوونځیو او پوهنتونونو یو شمېر فارغې شوې زده کوونکې شکایت کوي چې مسوولان ورته د تعلیمي او تحصیلي اسنادو د اخیستو پر مهال ستونزې جوړوي.

د کابل د قعله کاشف له ښوونځي فارغه شوې مرینا وايي، دا چې اوسمهال په کور دننه د نجونو په لوړو زده کړو بندیز لګېدلی اړ ده چې له هېواده بهر لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، خو په خبره دا چې د دولسم ټولګي شهادتنامه نه لري د بورسیې کارونه کې پرمختګ نه کېږي.

مرینا ازادي راډیو ته وویل : "نجلۍ له محرم پرته د شهادتنامو دفتر ته اصلاً ننوتلی نه شي. شهادتنامه هر چېرې په کار وي. زه خپله غواړم چې د زده کړو له پاره بهر ته لاړه شم، خو د بورس لپاره له ما شهادتنامه او درې کلنې نمرې غواړي. مشر ورور نه لرم پلار مې ټوله ورځ په کار کې وي، کومه ورځ چې ورشي سل بهانې ورته کوي، نو نه شم کولای چې شهادتنامه واخلم."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو پر زده کړو تر بندیز وروسته یو شمېر هېوادونو د افغان زده کوونکو لپاره بورسونه اعلان کړي، خو د مرینا په خبره د شهادتنامې نشتون ښځینه زده کوونکې له دې حقه هم محرومې کړي دي.

بله خوا له پوهنتونونو څخه فارغې شوې نجونې هم ورته ستونزې لري.

دوی وایي، څلور کاله درس ویل دومره ورته سخت نه و لکه اوس چې د طالبانو حکومت د اسنادو اخیستل ورته ستونزمن کړي دي.

له پوهنتون څخه فارغې شوې محصلې رڼا ازادي راډیو ته وویل چې د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره د کار په لټه کې ده.

هغه وایي، له یوې خوا افغان ښځو ته کار نه شته، کوم یو که پیدا هم شي نو له پوهنتون څخه د فراغت اسناد نه شي اخیستی چې د کار غوښتنلیک یې رد شي.

نوموړې زیاته کړه: "زه محرم نه لرم چې له پوهنتون څخه د فراغت سند راته واخلي، له همدې امله کوم چېرې چې په ډېرې سختۍ کار پیدا هم کړم بیا چې اسناد وغواړي او ماسره نه وي بېرته رد شم . زه د سند د اخیستلو حق لرم، خو نه یې راکوي."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د طالبانو د حکومت د پوهنې او د لوړو زده کړو د وزارتونو د ویاندویانو سپیناوی هم د موضوع په اړه ولري، خو هغوی د دې راپور تر خپرېدلو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو په کنترول کې د لوړو زده کړو وزارت
د طالبانو په کنترول کې د لوړو زده کړو وزارت

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دی په دې برخه کې له جزییاتو خبر نه دی او کله چې خبر شو نو له ازادي راډیو سره به معلومات شریک کړي.

د تعلیمي او تحصیلي اسنادو د اخیستلو په برخه کې د زده کوونکو او محصلانو شکایتونو داسې وخت راپورته کېږي چې روانې د سې شنبه په ورځ د لوړو زده کړو د وزارت د وزیر مولوي ندامحمد ندیم وویل، د نجونو او ښځو زده کړې تر مناسبو شرایطو منع دي او بېرته پیلېږي، خو هغه یې دقیق وخت ونه ښوده.

که څه هم هیله وه چې د سږ کال تعلیمي کال په پیل کې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، خو په دې اړه تر دې دمه د طالبانو حکومت واضح څه نه دي ویلي.

دغه شان یې څو ورځې مخکې په سړو سیمو کې د هلکانو پر مخ د پوهنتونونو تدریسې چارې پیل شوې، خو د نجونو پر مخ لا هم تړلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG