د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

د افغان مېرمنو ملاتړ؛ ګوتېرش: د ښځو د حقونو لپاره له مبارزې لاس نه اخلو


د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش
د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش

د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ او په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه نړیوال غبرګونونه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په افغانستان او ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو لپاره له روانې مبارزې به لاس پر سر نه‌شي.

انتونیو ګوتېرش په یو لیکلي پیغام کې چې د نوموړي په ټویټر خپور شوی ویلي، ملګري ملتونه به په بحراني وضعیت کې له ښځو سره عملي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي لیکلي: "زموږ په ټولو بشري او پرمختیايي کارونو کې جنسیتي مساوات مرکزیت لري."

اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا افغانستان اوس مهال د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو ځپونکی هېواد بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په یوه اعلامیه کې د اغلې اوتونبایوا له قوله د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو لګول شوي ''سخت محدودیتونه'' لېرې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا

په اعلامیه کې راغلي دي چې، په شعوري او سیستماتیک ډول له ټولنيز روله د افغان ښځو او نجونو لیرې کول خواشینوونکې چاره ده.

د یو ناما د اعلامیې په بربنسټ په داسې حال کې چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۱۱ عشاریه ۶ میلیونه ښځې او نجونې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، طالبانو په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی او دې چارې د نړیوالې ټولنې مرستې کم‌رنګه کړي دي.

په ورته وخت کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سیما باهوس یوځل بیا په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند د بندېدو غوښتنه کړې.

افغانستان له ښځو سره د ظلم تر ټولو شدید مثال دی.

مېرمن باهوس تېره شپه د ملګروملتونو امنیت شورا ته په وینا کې هغه څه چې په افغانستان کې له ښځو سره روان دي، جنسیتي اپارتاید یا توپیر چلند وباله او وې ویل چې، افغانستان له ښځو سره د ظلم تر ټولو شدید مثال دی.

د دې ترڅنګ د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د مارچ د اتمې په مناسبت له افغان ښځو او نجونو یو ځل بیا خپل ملاتړ اعلان کړی.

هغې په خپل ټویټر په یو پیغام کې، چې د افغان نجونو او ښځو په نامه یې خپل یو پرانيستی لیک هم ورسره یو ځای کړی ویلي دي چې، په خپلو ژمنو ولاړه ده.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې اوچا بیا ویلي، د ښځو د نړیوالې ورځې په څېر هره ورځ په افغانستان کې مرستندویه مؤسسې د ښځو او نجونو په خوا کې ولاړې دي ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې دوی کولای شي د خپلې خوښې ژوند وکړي.

اوچا دا خبره په یو ټوېټ کې کړې، او ویلي يې دي هیڅ ټولنه د ښځو له حضور پرته زیات دوام نه‌شي کولای.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ښځو څانګې هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، افغان ښځې او نجونې له ټولنې حذف شوې دي.

نن د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده.

دا ورځ داسې مهال په نړیواله کچه نمانځل کېږي چې، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند په برخه کې پر افغان ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي، چې په غبرګون کې یې اروپايي ټولنې تېره ورځ د طالبانو د حکومت په دوه مهمو وزیرانو بندیزونه ولګول.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي هغه دوه وزیران دي، چې ویل کېږي پر ښځو د محدودیتونو په لګولو کې مهم رول لري.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې دغه بندیزونه بې ګټې بللي دي خو، یو شمېر افغان نجونې او ښځې وايي د نړیوالې ټولنې دغه ډول عملي ګامونه کولای شي پر طالبانو فشار زیات کړي.

د ښځو د حقونو فعاله او پخوانۍ افغان خبریاله خاطره نوري وايي: "اروپايي ټولنې په دوه طالب وزیرانو بندیزونه لګولي دي، دا ښه اقدام دی خو دا بندیزونه باید په نړیواله کچه لا پراخه شي، ځکه طالبانو نه یوازې پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي دي بلکې د دې هېواد د ټولو اوسېدونکو بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي او په دې هېواد کې په پراخه کچه د بشري حقونو نقض روان دی."

په پلازمېنه کابل کې د یو پوهنتون محصلې چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي وویل، نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې لا نور عملي ګامونه هم واخلي.

يادې محصلې وويل: "طالبانو په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي، دوی ښځې او نجونې له خپلو حقونو محرومه کړي دي، نړیواله ټولنه باید په نورو طالب چارواکو هم ورته بندیزونه ولګوي."

"طالبانو په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي

د دغو څرګندونو په اړه مو د طالبانو د حکومت ویاندویان هم وپوښتل خو ځواب یې رانه‌کړ، خو مخکې بیا دوی ویلي، چې ښځو ته يې د شرعیت په چوکاټ کې ټول حقوق ورکړي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو او د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې له پوهنتونونو راوګرځولې، دغه شان یې په نادولتي مؤسسو کې د دوی پر کار سخت بندیز هم ولګاوه.

د دې ترڅنګ د طالبانو حکومت پر افغان ښځو او نجونو حجاب اجباری کړی، ورزشي لوبغالو، عمومي حمامونو او عمومي پارکونو ته یې د دوی په ورتګ هم کلک بندیز لګولی دی.

او له شرعي محرم پرته یې، دوی له لیرې واټن سفر کولو هم منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG