د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۰۴

د افغان مېرمنو په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


کابل کې د افغان نجونو او مېرمنو لاريون
کابل کې د افغان نجونو او مېرمنو لاريون

میراژ نیوز:

اسټرالیایۍ ان‌لاین خپرونې میراژ نیوز په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې لیکلي چې په افغانستان کې د کاري فرصتونو د له لاسه تللو اصلي بار ښځو ته ورله غاړې دی.

میراژ د کار د نړیوال سازمان وروستي راپور ته اشارې کوي او لیکي چې، په افغانستان کې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو کچه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ناڅاپه راولوېده.

د کار نړیوال سازمان ILO په خپل راپور کې یادونه کړې چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال په ۴مه ربع کې د ښځو د کاري فرصتونو کچه د روان بحران له پیل مخکې د ۲۰۲۱ کال د دوهمې ربعې پرتله تخمینا ۲۵ سلنه کمه شوې، په داسې حال کې چې د نارینه‌و د کاري فرصتونو په کچه کې ۷ سلنه کموالی راغلی.

میراژ د مطلب په دوام زیاتوي چې د کار په بازار کې د ښځو پر ونډه د طالبانو له‌خوا لګېدلو محدودیتونو له دې کمښت سره ډېره مرسته کړې خو خپرونه وړاندې زیاتوي چې اوس‌مهال د افغانستان د کار په بازار کې ډېری هغه ښځې په کار بوختې دي چې له کوره شخصي کارونه کوي.

له همدې کبله په مطلب کې استدلال شوی چې په کورونو کې د ښځو د کاري فرصتونو د شتون له وجې په افغانستان کې د ښځو د کاري فرصتونو د له منځه تللو په اړه د کار د نړیوال سازمان د راپور ارقام ډېر نه‌دي لوړ شوي.

د کار نړیوال سازمان اټکل کوي چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په ناخالصو کورنیو عوایدو کې هم دېرش- پنځه دېرش سلنه کموالی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې په بې‌وزلۍ کې ډوب افغانستان، له خورا زیاتو اقتصادي ستونزو سره لاس- ګرېوان دی.

واشنګټن ایګزامینر:

واشنګټن ایګزامینر مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې، د متحدوایالاتو د استازو په جرګه کې جمهوری‌پال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د څېړنو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د مطلب لیکوال د افغانستان د شل کلنې جګړې تاریخ ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې، دا جګړه د اوږدو کلونو لپاره د امریکا خلکو ته د منلو وړ وه ځکه دا جګړه پر دې هېواد د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له تروریستي حملو وروسته چې شاوخوا درې زره کسان په‌کې ووژل شول، پیل شوې وه.

د القاعده شبکې مشران چې د دې حملو طراحان بلل کېدل، هغه مهال په افغانستان کې اوسېدل او امریکایانو په افغانستان کې پوځي مداخلې ته، تر ډېره د ځان د دفاع په سترګه کتل.

خو خپرونه د مطلب په دوام لیکي چې د امریکا خلکو له دې سره سره کله هم دا ګومان نه کاوه چې له افغانستانه د امریکا او متحدانو ګډوډ او مرګوني وتل به د دوی په ذهن کې د ویتنام د جګړې خاطرې تازه کړي، په تېره د ۱۹۷۵ کال په اپرېل میاشت کې د امریکا د سفارت پر بام د امریکايي هلیکوپټرو کېناستل او د ویتنام د خلکو اېستل.

واشنګټن ایګزامینر زیاتوي، تر ټولو بده لا دا ده چې جمهوري‌پالو د ۲۰۱۲ کال په دوبي کې ویل چې ولسمشر جو بایډن او د هغه سیاسي او پوځي سلاکارانو د امریکايي سرتېرو د وتلو پر ستونزو له مخکې خبر وو، خو د دې ګوند مشرانو وروسته له دې چې جمهوري‌پال په منځ‌مهالو انتخاباتو کې په ډېر لږ توپیر سره بریالي شول، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه یې د څېړنو غوښتنه وکړه.

خو خپرونه په عین حال کې لیکي چې جمهوري‌پال وکیلان اوس په دې پوه شوي چې د سرتېرو د اېستلو په مسئله کې د حکومت ملامتول ډېر اسانه کار هم نه‌دی ځکه دوی کافي وخت نه‌لري چې په دې اړه د بایډن له حکومت څخه لازم اسناد ترلاسه کړي.

د واشنګټن ایګزامینر د لیکنې له‌مخې په دې قضیه کې د بایډن پړه بلل په دې خاطر هم اسانه کار نه‌دی چې پخواني جمهوري‌پال ولسمشر ډونالډټرمپ د خپلې واکمنۍ په دوره کې له ډيپلوماتیک او پوځي پلوه د امریکايي ځواکونو د وتلو بې نظمۍ ته لاره اواره کړې وه.

XS
SM
MD
LG